دا چی د سږ کال آخری موسم  ژمی په خلاصیدو دي، او یو بل نوی کال راتلوته هرڅوک هوسېږي او خوشالېږي، ترټولو ښکلی، دګلانو ډک، شین، سمسوراو امید بخښونکی راتلونکی ته د پسرلی موسم دی چي په دی موسم کی د طبیعت خپل دوراني خوځښت  کامل وي نو  ونی، بوتی او ګلان بیرته ژوندی کېږی، بزګران او بنګر د ښه ژوند لپاره هڅي کړندی کوی تر څو ځپل حاصلات اومیویی دیری ترلاسه کړی اوهمداسی د نوی کال په لمړی ورځ کښي ځيني داسی دودنه او دستورونه هم شته، چي په ښارنو او کلی بانډو کښي  لمانځی کیږي په لنډه توګه ورته ګتنه کوم په دی هکله یوه مصری درته وړاندی کوم.

 پسرلی راغی ونې شنی شوې ------ زما د زړه ونې خزان وهلې  دینه

  نوی کال: لمړی ترهرڅه د۱۴۰۱) نوي هجری شمسي کال د رارسیدو له امله دوستانو، درنوملګرو، په بهراو کورکی دننه ګران افغانستان کی ټولو محترمو هیوادوالو ته د زړه له کومی مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم، او د څښتن تعاله له لوی درباره ځخه وټولو درنوهیوادوالو ته په نوی هجری شمسی کال کی د ښه ژوند، صحت سلامتیا، اتفاق، اتحاد او یووالی هیله او آرزو لرم، د ټولو هیودوالو لپاره نوی کال په افغانستان کی د سولی او امنیت نه ډک کال غواړم. نوروز، نوی کال، نوی ورځ او نوی پسر لئ د افغا نستان په لرغوني تاریخ کي د ډیرو پخوانیو وختونونه زمونږ په هیواد کي رواج درلودي او تر ننه پوري دا ورځ دیوی ملی، عنعنوی، کلتوري او دودو یزی میلی په بڼه په شاندارو رسمی او غیر رسمي بڼه لما نځل کیږي. د  نوروز په راتلو سره د ژمي د فصل  او موسم اخرني ورځ پای ته رسیږي او د پسر لئ  نوي فصل او موسم د ګلانو په غوړیدلو سره د بلبل د چڼو هارو  آواز د زمزمي په شکل د نسترن ، نرګس، لاله او دګلاب د ګل خپله زړه بخښونکي خو شبویه د چا پیریال رنګ ته د ښایئست سمسورتیا  ورکوي. غرونه، دښتي ، شاړي ځمکي، تپې او درې د ښائیستوب داسی جامی اغوندي چه د هرانسا ن روحی او فکری ژوند ته د نوی فکراو نوی خیال هیلی او پیغام وربخشي. 

  نوروز د یوه ښکلي طبیعیت د خوشالی هغه وسیله ده، چه په کال کي یوه ورځ را ښکاره شي او د راتلونکي هوسا او خوږ ژوند په زړه پوري الهام پکښي نغښتي وي. د نوروز یا نوی کال دا پرتمینه ورځ د نړي په ګوټ ګوټ کی په مختلفو ډولونو سره  د اسلامي هیوادو د خلکو لکه ترکیه، ایران، تا جکستان، ازبکستان، آذربایجان، ترکمنستان، افغانستان، قذاقستان، تاتارستان، قرغزستان، کوردستان او ځینو نورو هیوادونو  کی د یو ی خاصي او ځانګړۍ ورځی په توګه  د خلکو له خواه په  پرتمین  ډول سره لما نځل کیږي او پخواني تا ریخي، او کلتوري سلسلی لري. هرهیواد دا ورځ  د خپلو خلکو د لرغوني تاریخ پر بنسټ  د خپل محیط او چاپیریال پر ماحول په جلا جلا ډول سره لمانځي چه د لمانځني مراسم یی یواو بل ته ورته نه دي.  

 نوروز په افغانستان کښی:

 زمونږ په ګران افغانستان کی د نوروز ورځ په خورا شاندارو مراسمو لمانځل کیږی. دی افغانی فرهنګی میراث ته افغانانو په خاص ډول روشنفکرانو او چپی عناصرو ډیر د قدر په سترګه کتلی دی او همیشه یی دا ورځ د ټولو فرهنګی او عنعنوی رواجونو سره یاد کړی دی. په دی بختوره ورځ کی زمونږ خلک خپل لاندینی رواجونه تر سره کوی:

 ۱: په دی ورځ، د کورنی هغه ځوانان او انجنی چه سره نومول شوی وی د هلک د کورنی له خوا یو مقدار کبان (ماهیان) او خوږی جلبی او نوره نوروزی تحفه د هلک د نومولی کور ته لیږی او د نوی کال د ورځی مبارکی ورته وایی.

 ۲: په ټول افغانستان کی په اکثره کورنیو کی سبزی پالک (سابه)، او د سپینو وریجو چلو د نوروز د لمړی ورځی د خواړه څخه شمیرل کیږی.

 ۳: زمونږ ټول خلک د خپلو اقتصادی شرایطو سره برابر نوی جامی اغوندی.

 ۴: د نوروز په اوله ورځ په بیدیاو، صحراګانو، او طبیعت کی ګرځیدنه او تګ او راتګ ترسره کوی د خلکو په اصطلاح (شنی واښه تر پښو لاندی کوی).

 ۵: ټولی افغانی کورنی د ساسانیانو نه په میراث د دی فرهنګ (دود) همیشه هر کلی کوی او د کور پاکی یا په اصطلاح (خانه تکانی) حتمی او ضروری تر سره کوی.

 ۶: اکثره کورنی د خپلو مړو د احترام او دوعاګانو د پاره هدیرو او د شهیدانو تپو (غونډیو) ته ځی او یادونه ورڅخه کوی

 ۷: د یو فرهنګی (دودیزی) میراث په توګه په دی ورځ اور لګیدنه په اکثره منطقو کی صورت نیسی او د هغه څخه ګام پورته کول اجرا کیږی.

 ۸: ځوانان، انجنی او هلکان د نوروز د ورځی خاصی ترانی لولی، میله وی خواړه پخوی، خوښی او خوشحالی کوی. او په ځینی مناطقو کی د سمنک پخول هم رواج لری او ترانی یی لوستل کیږی. انجنی او ښځی په دی میله کی نڅاوی او خوشحالی کوی.

 ۹: اکثره کورنی چه اقتصادی حالت یی ښه وی "هفت میوه" جوړوی د نوروز سحر په "هفت میوه" تجلیلوی.

 ۱۰: د نوی کال اوله ورځ په مزار شریف کی د سخی صاحب جنډه جګیږی او ۴۰ شپی او ورځی جنډه ولاړه وی، د ښځو د چارشنبی میلی صورت نیسی، او د جنډی د احترام د پاره دولتی مراسم اجرا کیږی او د ګاونډی ممالکو میلمانه په کی برخه اخلی. دا میله هم خورا ډیره درنه وی او خلک د نوی کال په احترام د غلو او دانو د ډیروالی دوعا ګانی اجرا کوی،

 ۱۱: همدا راز د نوی کال د نوروز په شان ورته مراسم د کابل ولایت په کارته سخی کی اجرا کیږی. د نوی کال د ورځی په مناسبت ټولی فرهنګی ټولنی او شاعران مشاعری اجرا کوی چه په ننګرهار کی د نارنج د ګل مشاعره خپله ښکلا او ځانګړتیا لری. او همدا رنګه پټه دی پاتی نوی چه د لغمان ولایت د مهترلام بابا د زیارت میلی تقریباً دری میاشتی دوام لری. ساز او موسیقی پکی او د ملایانو عنعنوی غمبر پکی د یادولو وړ دی. د نوی کال لمړی ورځ د سپرلی اوله ورځ وی. شپه او ورځ سره برابره، هوا نرمه او یخنی کوچیدلی وی د دی ورځی راتګ د ټولو خلکو روح تازه کوی په پسرلی کی ټول طبیعت له سره په حرکت راځی او د یخنی د ټغر سره خدای پامانی کوی. ټولو ځمکو، دشتو او صحراګانو او غرو رغو کی رنګا رنګ ګلان شنه کیږی په ټولو مجوداتو، نباتاتو، او انسانانو کی نوی حرکت لیدل کیږی. زمونږ د وطن په سپرلی کی وطن ځانته نوی څیره، نوی فضا او نوی ګل بڼ جوړوی.

 موټی خاوری د وطن به پری ورنکړم   ------   که په سر د مځکی هر وطن ختن شی

 . د فردوسی په شهنامه کی چه دا معتبر کتاب تقریبأ ۳۵ کاله په لیکلو وخت تیر شوی او (۶۰۰۰۰) بیته لری د کیانی کورنی جمشید پاچا د نوروز د ورځی بنسټ ایښونکی ګنی او په ځینی تاریخونو کی راغلی دی چه کیومرث د نوروز د ورځی د بنسټ ایښونکی په توګه پیژندل شوی دی. او داسی هم راغلی دی او روایت شته دی چه زردشت د نوروز بنسټ ایښونکی وه. ولی په اوستا کی د نوروز د ورځی هیڅ یادونه نده شوی. اصلآ دا ورځ د نوروز جمشیدی په نوم مشهوره ده. په شهنامه کی داسی روایت راغلی دی چه د میلاد څخه مخکی کله چه جمشید پاچا د ایران د آذربایجان څخه تیریده او هلته دستور ورکړی وه چه یو تخت جوړ کړی او خپله د لعل او زیوراتو د تاج په سر په تخت کیناست کله چه د لمر وړانګه په تاج لګیږی د وړانګی انکسار صورت نیسی ټوله منطقه نورانی کیږی. خلک خوشحالی کوی او دا ورځ د نوروز او د نوی ورځی په نوم یادوی. او داسی نور تاریخی شواهد شته دی چه د هخامنشیان په تاریخی دوره کی (۵۳۸) د میلاد څخه مخکی دوهم کوروش د هخا منشیانو بنسټ ایښونکی د نوروز جشن خپل ملی جشن اعلان کړی وه. په دی ورځ خپلو سرتیرو ته د ترفعاتو، د پاک کاری، او د بندیانو د بښنی امر کړی وه. او داسی تاریخی شواهد هم شته دی چه داریوش اول هخامنشیه (۴۱۶) د میلاد څخه مخکی د طلا څخه سکه جوړه کړی وه چه یو طرف ته یی د سرتیر عکس د تیر په رول کی انځور شوی دی. د ساسانیانو کورنی هم (۲۳۵) د میلاد څخه مخکی د نوروز جشن په خپل حاکیمت کی تجلیلاوه. دوی نوروز وړوکی او لوی تقسیم کړی وه په نوروز کی به پاچا دهقانان، کسبګر، روحانیون، سپاهیان، او مخورو خلکو سره لیده کاته کول او شاه به د هغوی خبرو ته غوږ نیوه او د هغوی د مشکلاتو د حل د پاره به یی دستور صادراوه. او آخره ورځ به یی د خپلو نژدی خلکو سره تیراوه. تاریخ داسی هم وایی چه اردشیر بابکان د ساسانیانو مؤسس په (۲۳۰) میلادی کال کی د روم دولت چه د هغه د لاسه یی ماتی خوړلی وه وغوښتل چه نوروز دی په رسمیت وپیژنی. او دا غوښتنه د روم د سنا مجلس ومانه او د هغوی په قلمرو کی د لوپیرکال په نوم یاد شوه. او دا جشنونه او سلسله تر نن پوری دوام لری.

 هیله مند یمه چه نوی کال کی ژر دی د سولی کوتره خپل د وزرو سیوری زمونږ په وطن وغړاوی. زمونږ وطن او خلک دی ژوندی وی (۱۴۰۱) نوی کال دی د سولی او خوشحالی کال شی.

 

په درناوی