انجنیر داؤد اڅک                                                                               ۱۹ – ۸ – ۲۰۲۴

راځۍ چي متنونه او نومونه سم ولیکو

 لکه: هوایي ډګر که د الوتکو ډګر؟

په کوچینیوالي مي یادیږي چي هوایي ډګر ته مو د طیارو میدان هم وایه، اما دا مي ندي په یاد چي په رسمیاتو کي هم د طیارو میدان بلل کېدۍ که یا. خو اوس په رسمي توګه هوایي ډګر نومول سویدۍ چي په دري ژبه کي هم میدان هوایي بلل کیږي. زما انګېرنه دا ده چي پښتو، دري او ځینو نورو ژبو شاید د انګلېسی Airport څخه اخیستۍ وي ځکه چی په شکل کي سره ورته دي. خو اوس پر دې بحث نه کوم چي چا د چا څخه اخیستۍ دۍ. غواړم روښانه کړم چي اوسنئ ډول ئې سم ندۍ او سم شکل ئې باید د الوتکو ډګر وي.

پدې معنا:

که موږ هوایي ډګر چی دوې کلمې دي سره جلا کړو نو هوایي (صفت) او ډګر (اسم) پلاس راځي. که ډګر ته نور اوصاف ورکړو نو ویلای سو چي: ډبرین ډګر، خټین ډکر، پراخ ډګر، سور ډګر، سپین ډګر او نور. په نوموړو اوصافو کي د ډګر ماهیت او مؤقیعت روښانه دۍ یعني په مځکه کي د خټو ډګر، د ډبرو ډګر، پراخ ډګر او نور. خو په هوايي صفت کي دوه مفهومه ځنی اخیستل کېدای سي. یعنی کېدای سي ووایو چي د هوا ډګر یا په هوا کي ډګر، چي دواړي معناوي ئې بې ربطه دي. ځکه چي په مځکه کي هر دښت او هر میدان هوا لري یعني موږ نه باید یو ډګر د هوا په لرلو سره ځانګړی کړو او هوایي ډګر ئې وبولو څو له نورو ډګرو څه ئې په همدې ځانګړتیا چی اصلآ ځانګړتیا نده جلا کړو. دوهمه معنا یعنی په هوا کی ډګر خو بېخي سر نه سره لګوي.

همداسی د انګلېسی Airport یعني هوایي بندر یا په هوا کي بندر هم په عین ډول سمه معنا نه افاده کوي. د اوسنۍ فارسي فرودګاه چي متآسفانه زموږ په دري ادبیاتو کي هم رواج سوېده اصلآ مناسبه کلمه نده. ځکه چی د ګاه کلمه په اویستا کی د ګاهنبار په شکل د وخت په معنا وه نه د ځای په معنا. خیر، بیا هم پر دې  باندي بحث نکوم. اما مهمه دا ده چي هوایي ډګر یوازي فرودګاه نده بلکه فرازګاه هم ده. یعنی الوتکي هم کښته کیږي هم پورته کیږي. دا به سمه خبره نه وي چي ووایو د کښته کېدو ځای.

  په عربی ژبه کي مطار هم د الوتکو ډګر افاده کوي نه هوایي ډکر ځکه چي الوتکي ته الطائره (طیاره) وایي. په هالنډی ژبه ئې هم Vliegveld بولي. Vlieg هم الوتونکي ته وایي هم الوتني ته او Veld میدان ته وایي. یعني د الوتکو ډګر یا د الوتني ډګر. چي مناسب نوم دۍ خو اوس انګلېسی تاثیر پر کړیدۍ هوایي بندر Luchthaven هم ورته وایي.

پایله دا چي: د الوتکو ډګر ځکه مناسب او صحیح نوم دۍ چی الوتکي د یوه ځانګړي ځای څخه هم په هوا کیږي او هم پر مځکه کښېني. یعني د الوتکو دغه ځانګړی، معین او غټ ډګر چی خاص په الوتکو پوري اړه لري باید د الوتکو ډګر ونومول سي نه هوایی ډګر.

نوټ: ستاسو معقول انتقادونو او وړاندیزونه په ورین تندي منم. نور نو ستاسو خوښه په هرنامه چي ئې بولۍ.