تناقض Contradictionد پارادوکس یو ډول دۍ او پارادوکس له دوو یوناني کلمو څخه جوړ دۍ. Para د تناقض په معنا او Doxa د نظر، باور او عقیدې په مفهوم دۍ. یعني د یو شخص په نظر او عقیده کي دوه ډولي (دوګانګي). خو په ادب کي پارادوکس هغه حالت دۍ چي په جمله یا یو کلام کي متضادي کلمې یا متناقض حالت بیان سي. لکه شپه او ورځ، پيل او پای... . پارادوکس پراخ بحث دۍ خو زه ئې د خپلي موضوع په اړه په پښتو ادب کي پر ذهني تناقض باندي بانډار کوم.
صوري منطق وایي چي د دوو قضیو تر منځ مثبت او منفي توپیر تناقض دۍ، د رشتیا او درواغ توپیر، د صحیح او غلط توپیر تناقض دۍ. تناقض څو ډوله دۍ لکه منطقي، کلامي، نفسي، د عقیدې او عمل ترمنځ، د خبرو او عمل تر منځ تناقض او نور.
خو په ادب کي ذهني تناقض پدې معنا دۍ چي یو شاعر یا لیکوال یو شئ، پدېده یا یو مفهوم په خپل یوه شعر کي د مبالغې او اغراق تر حده ښه بولي، ستاینه او صفت ئې کوي خو هغه پدېده، شئ یا مفهوم بیا د څه مودې وروسته بېله کوم بنسټیز بدلون څخه په بل شعر یا لیکنه کي په عین مبالغه او اغراقي ډول غندي او تحقېروي ئې. چی د شاعر دغه ذهني تناقض پرادب سربېره په حقوقي لحاظ هم د اصولو څخه سرغړونه ده. ځکه چي سړئ ګمراه کیږي چي د شاعر کومه خبره یا کوم شعر باید ومني. دغه تناقض عمومآ په هغه اشعارو کي ډېر لیدل کیږي چي قومي، سیاسي او سیمه یز اړخ لري. ذهني تناقض چي په تاریخ او ادب کي لویه نقیصه ده د ځینو شاعرانو په شعرونو کي له ورایه لیدل کیږي. خو دغه تناقض ته متآسفانه نه خپله شاعر متوجه وي او نه ئې اورېدونکي یا لوستونکي. ځکه چي افغانان په تېره بیا پښتانه د شعر سره علمي او انتفادي چلند نه کوي، فقط د شعر ظاهري او عاطفي اړخ ته ګوري. په هر شعر کي چي د پښتنو، پښتو او د پښتنو د ښار او ښاریانو ستاینه سوې وي یا په یو شعر کي ښایسته کلمې په ښه ډول اوډل سوي وي زموږ خوښېږي او ستاینه ئې کوو. یعني د شعر اصلي محتوا ته چي معنا ده چنداني توجه نه کوو.
ما (لیکوال) د هیڅ شاعر شعري ټولکه نده لوستې او شاید ذهني تناقض د ډیرو شاعرانو په شعرونو کي وي. حتا زما (لیکوال) په لږو شعرونو کي به هم وي، خو خپل عیب د اوږو منځ دۍ نه لیدل کیږي. اما په رسانیو کي چي د ګوتو په شمېر شعرونه زما تر سترګو سویدي او ما په انتفادي نظر لوستي دي د مشهور شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه دي چي ذهني تناقض پکښي ډېر دۍ.
مثلآ په یو شعر کي وایي: ستا د پایلوچو تر بګړیو جار سم
په بل شعر کي وایي: نه په بګړۍ نه په تسبو نه په وینا سمېږي – نه د جنډۍ په ننګولو د بابا سمیږي
په یو ځای کي وایي : څومره یاغي یې صدقه دي سمه – د نافرمانه جنګیالو وطنه
بل ځای وایي : پرون ئې کلی نن محراب سبا چنار سوځوي. څنګه دا کور او دا جومات او دا کلا جوړیږي.
یو ځای وایي : ستا د زمري ولس کیسو ته چی غزل لیکم...
بل ځای وایي : د پلار او د نیکه په کیسو پایي - بس ورپاته دا یو نوم یو زوړ ټغر دۍ.
- عاقبت به خپل تاریخ ته مختورن یوو - نه پنځه نه پنځه زره کلن یوو - د اذله څه پمن یوو.
یعني ښاغلی جهاني یو ځای جنګیالیي، بګړۍ، لڅي پښې، نافرماني، زمریتوب... توصیفوي چي په حقوقي لحاظ نه باید توصیف سي خو په بل ځای کي ئې په عین جذبه سره د تحقیر تر حده غندي، حتا له تاریخه ئې هم پښیمانه کیږي. نو دغه حالت ته په ادب کي ذهني تناقض وایي چي زما (لیکوال) په شمول شاعران او لیکوالان باید ځان ځني وساتي.
د ذهني تناقض بل ډول دا دۍ چي یو شاعر یا لیکوال د خپل محبوب، کلي، ولایت، هیواد یا خلګو په وصف کي د خپل احساس پر بنسټ داسي کلمې کاروي چي اصلآ د هغه محبوب یا مکان د موقف، زمان، سیاسي او ټولنیزو شرایطو سره سر نه لګوي. یعني تطابق نه سره کوي لکه په کال ۱۳۵۷ هش کي د ثور تر اومي وروسته د مرحوم سلیمان لایق دغه شعر: ئې د ازادۍ خاوري تاته مو سلام دۍ – ئې د نیکمرغۍ خاوري تاته مو سلام دۍ - توره تیاره تېره سوه ستا پر سردرو باندي – ښه سوله چي تېره سوه ستا خوارو بچو باندي... . اوس که موږ ملي، بې پرې او عیني قضاوت کوو شاید افغانستان هیڅکله نېکمرغي نه وي تجربه کړې ځکه چي جنګ وو یا لوږه او بیکاري وه. یعني د مرحوم ظاهرشاه او داؤد خان د نیمي پېړۍ حاکمیت ماسیوا د افغانستان ټول تاریخ په جنګ تېر سویدۍ. او که خپل معصر تاریخ ته وګورو ډېر وخت مو تر مستقیم یا غیر مستقیم اشغال لاندي تېر کړیدۍ. بل دا چي د شورویانو په وخت کي نه خاوره ازاده وه، نه هم توره تیاره تېره سوه. بلکه د داؤد خان او د بې ګناه کورنۍ په شهادت ئې توره تیاره پیل سوه. پدې معنا چي ح. د. خ. ا اول په خپل منځ کي جګړه پیل کړه بیا ئې د هیواد مخورو، متنفیذینو، سیاسیونو او مظلوم ولس ته مخه کړل.
خو دغه شعر او د پایلوچانو شعر د پښتو ژبي ډاکتر ښاغلي ناشناس په خپل خواږه اواز سره پداسي حال کي زمزه کړل چي پر پټه خزانه سربېره ئې پښتو ادب هم بې محتوا وباله او انتقاد ئې وکړ چي پښتو ژبي ته کار ندۍ سوی. ناشناس په ۲۰۲۳ میلادي کال کي د می میاشتي په دولسمه نېټه د بهار تلوېزیون سره په خپله مرکه کي وویل چي پښتو او پښتو ادب هیڅ نوښت، علم او فلسفه نلري صرف نکلونه، لافي او شعرونه دي. او پښتو شعرونه ئې هم د معنا څخه خالي او خیالي وبلل خو صرف د نوموړو دوو مشهورو شاعرانو ئې ځني شعرونه تائید کړه او په خپلو خبرو کي ئې زیاته کړه چي د موزیک لپاره همیشه ښه شعر انتخابوي. که څه هم چي پښتو ادب په رشتیا د نوښت او ابتکار سره فاصله لري خو زه نه پوهېږم چي ښاغلي ناشناس په نوموړو دوو شعرونو کي کوم علم او فلسفه لیدلي ول چي انتخاب ئې کړل په تېره بیا د پایلوچانو شعر. ایا د ناشناس په اند پښتو او پښتنو ته کار کول همداسي وي؟
د دې څخه ښکاري چي ناشناس هم د ذهني تناقض ښکار دۍ. خیر، بانډار به نه سیاسي کوو. خو د شاعر اساسي دنده خپلي ژبي او ټولني ته خدمت دۍ او خدمت دا چي په خپلو شعرونو کي د ټولني د پرمختک او ملي وحدت رازونه، لاملونه او اسباب ولس ته وړاندي کړي ندا چي ولس ته خیال بافي یا داسي منفي رویایي ذهنیت ورکړي چي د ټولني، علم، ورورولي او پرمختګ په ضرر وي. یعني پر ځای د دې چي یو شعر پښتانه علم، هنر، زده کړو او کار ته تشویق کړي، ورورۍ، حوصله مندۍ، قانونمندۍ، پرمختګ او ترقۍ ته ئې تشویق کړي برعکس شعر ئې د منځنیو پېړیو ښکارهنګ (کلتور) ته تشوېقوي. یاغي و باغي، نافرماني، پایلوچي او ځانځاني ته ئې تشویقوي. چي دغه حالت ملي وحدت، د هیواد پرمختګ، د ټولني ښوني او روزني ته سخت ضرر رسوي. خو متآسفانه چي پښتنو ته همداسي عاطفي اشعار خوند ورکوي او بېله دې چي فکر پکښي وکړي خوښي او احساسات ښکاره کوي.
پایله دا چي:
ذهني تناقض په لیکنو او شعرونو کي لویه نقیصه ده چي شاعر او لیکوال باید په جدي توګه پاملرنه ورته وکړي. همداسي لوستونکي او اورېدونکي په ځانګړي ډول د نظر خاوندان او کره کتونکي هم اخلاقي دنده لري چي د سیاسي، قومي، مذهبي او ډله یزو علاقو او سلیقو له محدودې څخه را ووزي او د خپلي پوهي تر کچي پوري د خپلي ژبي او ادب د پراختیا او ښکلا په خاطر د شاعر او لیکوال سره د مرستي، انډیوالۍ او دوستۍ په خاطر په جرئت سره شاعر او لیکوال په سالم ډول انتقاد او متوجه ئې کړي چي داسي مسایل او تنافضات تکرار نسي. څو پښتو ادب د ادبیاتو په نړۍ کي یو ښکلی او له نیمګړتیاو څخه پاک داسي لوړ مقام حاصل کړي چي د ټولني په پرمختګ او د اذهانو په روښانتیا کي ګړندئ رول ولري.
یاده ونه: په پوره اخلاص سره عرض کوم چي هیڅ ډول سیاسي یا شخصي غرض نلرم صرف خپله ادبي دنده ئې بولم.
درنښت
انجنیر داؤد اڅک ۳ – ۴ - ۲۰۲۵