بیله شکه چي ژبه د انسانانو تر منځ او هم د انسانانو او حیوانانو تر منځ د افهام او تفهیم یوازنۍ وسیله ده. دا که د خبرو (ږغونو) ژبه وي یا د علامو او اشارو ژبه وي. ژبه چي هر څومره روانه او ساده وي په هغه کچه ئې زده کړه اسانه وي او د هري ژبي لیکل چي اسانه او روان وي طبعي ده چي هغه به عام فهمه او لوستونکو ته به خوږه او اسانه ژبه وي.
پښتو د ژبو په قطار کي ډیره غني خو په عین حال کي پیچلې او مغلقه ژبه ده. ځکه چي په پښتو کي ځني توري لکه (و، ه، ی) بیل او متعدد ږغیږ phoni مؤقفونه لري چی هر یو ئې باید پر خپل ځای د خپل فونیک دریځ پر بنسټ درست ولیکل سي څو صحي مفهوم ځني واخیستل سي. (و) او (ه) به اوس پریږدو او پر (ی) به بانډار وکړو چي درست لیکل ئې نه یوازي عامو پښتنو ته سخت کار دۍ بلکه ژبپوهان، استاذان، لیکوالان حتا اکادمیسنان ئې هم جدي نه مراعت کوي او د لیکلو په اړه ئې تر منځ د نظر اختلاف موجود دۍ. که څه هم چي ځني کسان دغه موضوع جدي نه بولي خو زما په اند دا ډیره اړینه موضوع ده او درست لیکل ئې په لوستلو کي د اسانتیا، ښه او ژر مفهوم اخیستلو سبب کیږي. د نظر خاوندانو او لیکوالانو د پښتو (ی) ګاني په بیلو نومونو نومولي دي خو زه ئې په پښتو نومونو داسي در پیژنم:
نرمه (ی) – لنډه (ي) – اوږده (ې) – همزه والا (ئ) او لکۍ والا (ۍ).
پر نرمه (ی) او لنډه (ي) تقریبأ لیکوالان او د نظر خاوندان سره همږغي دي خو د اوږدې (ې) او لنډي (ي) استعمال په شرقي او غربي لهجه کي فرق کوي یعني په شرقي لهجه کي اوږده (ې) په لنډه (ي) تلفظ کوي یا بر عکس خو دا سیمه یز او لهجوي انتخاب دۍ چي یوالی ئې د پښتو ژبي معیاري کیدو ته ضرورت لري. اما د لکۍ والا (ۍ) او همزه والا (ئ) په هکله د لیکوالانو او نظر خاوندانو تر منځ اختلاف موجود دۍ او مشکل دادۍ چي دغه د اندونو بیلوالی نه سیمه یز دۍ او نه لهجوي بلکه ښاغلو لیکوالانو، ژبپوهانو او د نظر خاوندانو د خپل علم او شخصي تجربو پر بنسټ دا دوې یې ګاني پداسي حال کي سره جلا کړیدي چي د دوۍ په اند ورته او یو ډول ږغیږ مؤقف لري.
معنا داچي:
ډیرو ښاغلو لیکوالانو همزه والا (ئ) د فعلي او امریه په نامه د لکۍ والا (ۍ) پر حریم باندي مسلطه کړیده او د لکۍ والا (ۍ) څه ئې ځني صلاحیتونه پداسي حال کي اخیستي دي چي همدغه ښاغلو لیکوالانو د دواړو (یې) ګانو ګډ فونیکي مؤقف په ورین تندي سره منلی دۍ. ځکه نو زه ددغه ویش سره چی ګډ ږغیږ مؤقف لري هم نظره نه یم. پدې خاطر چي موضوع ښه روښانه سي نو راځۍ چي پدې هکله د ځینو ښاغلو لیکوالانو او د نظر خاوندانو د اندونو سره اشنا سو.
ښاغلي زلمي پښتون (د پښتو «ی» ګانو په اړه) تر عنوان لاندي مفصله لیکنه کړیده چي د جرمن انلاین په ښکلي سایت کي خپره سویده. ښاغلی زلمئ پښتون لیکي چي:(همزه والا «ئ» د لکۍ والا (ۍ) سره ورته ږغ او تلفظ لري خو د افعالو په پای کي لیکل کیږي لکه: خورئ، څښئ او نور).
ښاغلی مجاور احمد زیار هم پخپله لیکنه (د «ی» ګانو په پلمه ګران او منلي یون ته د یوې پیرزویني وړاندیز) کي لکۍ والا (ۍ) او همزه والا (ئ) د فعلي مؤقف پر بنسټ سره جلا کوي او په یوه جمله کي ئې داسي راوړي:(ډوډۍ وخورئ. ښه کوئ، بد مه کوئ).
د افغانستان پښتو ټولني هم په فیسبوک کي لیکنه کړیده او پدې هکله لیکي چي همزه والا (ئ) د امر کولو په وخت کي کارول کیږي لکه:(راځئ، ځئ او نور).
ښاغلی احسان الله مومند هم پخپله لیکنه (په پښتو لیکدود کي د لیکوالانو ښکاره تیروتني) تر نامه لاندي چي په تاند ویب سایت کي خپره سویده همزه والا (ئ) امریه او فعلي بولي او زیاتوي چي د امریه فعلو په اخر کي راځي لکه:(وخورئ، وڅښئ، وهئ...).
ښاغلی امان الله عطا عمران هم پخپله لیکنه (د پښتو پنځګونې «ی» ګانې) کي لیکي چي:(«ی» ګاني د عربي د علت او د انګریزي د واول تورو سره ورته والی لري او ارزښت ئې ځکه ډیر دۍ چي د یوې کلمې ږغیږه بڼه جوړوي). عطا عمران هم زیاتوي چي همزه والا (ئ) او لکۍ والا «ۍ» ږغیږ توپیر نه لري صرف توپير ئې دادۍ چي لکۍ والا «ۍ» ښځینه ده لکه: نجلۍ، ازادۍ، خپلواکۍ، واکمنۍ او داسي نور. خوهمزه والا «ئ» فعلي او امریه ده لکه: وخورئ، مه لیکئ، مه راځئ...).
ښاغلی محمد سرور وکیلي هم ورته نظر لري او په خپله لیکنه (د «ی» فونیم د ګرامر له مخي) کي راوړي چي همزه والا (ئ) او لکۍ والا (ۍ) فونیک توپیر نلري صرف د فعلي او امریه مؤقف په سبب سره جلا کیږي.
ښاغلي عبدالقهار همت هم د ټیپس په ویبپاڼه کي پدې هکله لیکنه کړیده او تائیدوي چي لکۍ والا (ۍ) او همزه والا (ئ) یو ږغ لري خو د امر او فعل په حساب ئې سره بیلوي.
ښاغلي محمد اسماعیل یون هم پدې اړه لیکنه کړیده چي د خوځښت سایټ خپره کړیده. ښاغلی یون لیکي چي:(لکۍ والا «ۍ» او همزه والا «ئ» په وزن او فونیکي شکل کي هیڅ توپیر نلري. خو وړاندیز کوي چي ځني کلمې د همدغه (یې) ګانو پذریعه جلا او پیژندلای سو لکه:(هغه کار کوئ، هغه کار کړۍ او نور).
ښاغلي هدایت الله کامران پشه یي هم په (دانشیارافغان) ویبپاڼه کي د (پښتو وایو خولیکلی ئې نسو! ولې؟) تر نامه لاندي لیکنه کړیده او همداسي ئې لکۍ والا (ۍ) او همزه والا (ئ) پر امریه او فعلي مؤقف سره جلا کړیدي.
ښاغلي معصوم هوتک هم پدې هکله لنډه لیکنه کړیده او د لوړو ښاغلو لیکوالانو سره هم نظره دۍ چي همزه والا (ئ) د جمعي فعل په اخیر کي راځي لکه:(خورئ، څښئ، راځئ، منئ...). او زیاتوي چي:(زه «دئ = است» هم په همزه والا «ئ» لیکم او دلیل مي دادۍ چي له «دی= انمرد» سره ئې توپیر وسي).
ښاغلي عبدالعلي رسول زاده هم (د پښتو«ي ګاني») تر نامه لاندي مفصله لیکنه کړیده او (ی) ګانو ته ئې خواص او شرایط ایښي دي او د ځینو نورو لیکوالانو په شان ئې د (ی) ګانو مخته توري په زیر او زور درلودلو سره مجبور کړیدي. همداسي پر (ی) سربیره ئې د نورو تورو په باره کي هم مفصل تشریحات ورکړیدي. خو زه خپل د مقصد ټکي ځني را اخلم او هغه داچي رسول زاده صاحب هم د لکۍ والا (ۍ) او همزه والا (ئ) په هکله ورته نظر لري چي همزه والا (ئ) په فعلي او امریه جملو کي راځي.
ګل ولي ځواک هم پدې اړه (د پښتو «ی» ګاني:هغوی ته چي زده کول یې غواړي) تر عنوان لاندي لیکنه کړیده او د (یاران) سایت خپره کړیده. ښاغلی ځواک هم لکۍ والا (ۍ) او همزه والا (ئ) پر لوړ ویش سره جلا کوي.
ما چي هر څه د ځانه سره فکر وکړ د لوړو محترمو لیکوالانو لوړ ویش قناعت نه را کاوه او حیران پاته وم چي د (ی) ګانو په هکله خپل نظر خپور کړم که یا. په همدې تلاښ وم چي د ښاغلي مسعود سرلوڅ لیکنه مي چي په څو سایتو کي خپره سویده ولیدل او ولوستل. ښاغلی سرلوڅ په خپله لیکنه (پښتو په یوه لیکبڼه – د پښتو ابېڅې په اړه وړاندیزونه) کی زما سره موافق دۍ او ټول فعلونه او امرونه ئې په لکۍ والا (ۍ) لیکي دي لکه: (راځۍ، خورۍ، جوړوۍ، لیکۍ...).
مسعود سرلوڅ مخته ځي او د پښتو اسانه لیکلو لپاره وړاندیز کوي چي:(«ی» ګاني د اسم، صفت، فعل او امر پر بنسټ نه سو ویشلای او که چیري موږ یوازي لکۍ والا (ۍ) او همزه والا (ئ) پر لوړو مفاهیمو ویشو نو باید نوري (ی) ګاني هم پر همدغه قانون سره وویشو. سرلوڅ صاحب داسي نامي مثال راوړي:
که شړۍ (شال) چي نوم دۍ په لکۍ والا (ۍ) لیکو او (شړئ) مچان شړئ یا مچان وشړئ چي فعل او امر دۍ په همزه والا سره جلا کوو نو باید په لاندي مواردو کي هم ورته عمل وکړو او (یې) ګاني سره جلا کړو لکه:
- په لنډه (ي) کي: دوبي، غوړي او موچي. نومونه دي ـ ځي، راځي، خوري، څښي... فعلونه دي.
- په اوږده (ې) کي: ادې (نوم) دۍ ـ راځې (فعل) دۍ. شیدې نوم دۍ ـ څښې فعل دۍ.
ښاغلی سرلوڅ وړاندیز کوي چي:(نباید مچان شړئ په همزه والا «ئ» باندي ولیکو ځکه چي لکۍ والا «ۍ» او همزه والا «ئ» د ویینګ له مخي یوه زورکیواله یا لکۍ والا «ۍ» ده او د اساني په خاطر باید فعلونه او نومونه په یوه لکۍ والا (ۍ) سره ولیکو لکه: ګلالۍ، غالۍ، کړکۍ، خورۍ، راځۍ، کوۍ، څښۍ او نور).
سرلوڅ صاحب د همدغه بانډار په پای کي په غټ خط لیکي چي:(او له دغه «ئ» چي اضافي ده مخه ښه وکړو). که څه هم چي زه د دغه (ئ) سره مخه ښه نه کوم خو د ښاغلي سرلوڅ صاحب نظر او باور زما د زړه بړاس وایست ځکه مي پلټني ته ادامه ورکړل څو د لږ مزل وروسته د ښاغلي ماخان شینواري د لیکني سره (ئ په پښتو تپل شوې ده) مخامخ سوم.
ښاغلی ډاکتر شینواری د سرلوڅ صاحب سره هم نظره دۍ او لیکۍ چي:(«ئ» د (ۍ) په شان ویل کیږي نو بیا ولي دا «ئ»؟). په دوام ئې زیاتوي چي:همزه والا «ئ» د عربو څخه پور سویده او د سرلوڅ په شان وایي چي د پښتو څخه دي وایستل سي).
ما ته خپله پلټنه نوره هم جالبه سول ګامونه مي چټک کړل او مزل ته مي ادامه ورکړل څو چي په (پوهنه) سایت کي مي د ښاغلي خبیب علي لیکنه (کړواله «ئ» په پښتو نه ده تپل شوې) ولیدل چي د همزه والا (ئ) په هکله ئې داسي لیکلي دي:
(کله چي په ۱۳۵۵ لمریز کال کي د حمل پر ۳۰ مه نیټه پښتو ټولني فونیمیکه الفبې تصویب کړل کړواله «ئ» نه وه پکښې). زما هم نوموړې (ئ) د خپلي متعلیمۍ په وخت کي نه پیادیږي. په هر صورت ښاغلی خبیب علی د همزه والا (ئ) پر نقش باندي ټینګار کوي او وایي چي موږ د همزه والا (ئ) په مټ (کړ) له (نوم) څخه جلا کولای سو او پدې هکله غښتلی مثال راوړي چي:(د غلامۍ کړۍ ماتي کړئ) که په لکۍ والا (ۍ) ولیکو نو کړ(فعل) او نوم به سره ورک سي.
ماته موضوع نوره هم جالبه سول او مخته ولاړم څو په (تعلیم الاسلام اداره) سایت کي د مولوي عنایت الله علمي صاحب د لیکني سره مخ سوم چي عنوان ئې وو د (پښتو یې ګاني).
ښاغلي عنایت الله مولوي د فعلي او امریه کلمو بیلګي ندي راوړي چي په کومه (ی) به ئې لیکي خو د همزه والا (ئ) په هکله ئې زما ملا را تړلې ده او لیکي چي:(همزه والا «ئ» د مذکر لپاره ده لکه: سړئ، منګئ، لرګئ، زمرئ او نور.
ګرانو لوستونکو: اوس موږ وینو چي د همزه والا (ئ) او لکۍ والا (ۍ) لوړ ویش نه د عام او منل سوي قانون پر بنسټ سویدۍ، نه د فونیکي مؤقف پر بنسټ او نه هم د صرف Morphology پر قانون رامنځته سویدۍ بلکه یو سلیقوي او شخصي ویش دۍ. لهذا زه هم جرئت کوم او د لوړ ویش په هکله خپل نظر داسي در سره شریک کوم:
(ی) اصلأ یوه (ی) ده خو پدې خاطر چي د ویلو ژبه مو په لیکلې ژبه کي ښه تمثیل سي او په اساني مطلب ځني واخیستل سي نو د خپلي لهجې د ږغیږ مؤقف پر بنسټ مو (ی) د علامو پذریعه پر پنځه ډوله وېشلې ده چي هر ډول ئې بیل ځای او بیل تلفظ لري. پښتو (يې) ګاني که د کلمې په سر یا منځ کي په جدي توګه مراعت نسي بیا هم مفهوم ځني اخیستل کیږي خو د کلمې په پای کي ځکه باید پوره پاملرنه ورته وسي چي درست نه لیکل ئې معنا زیانمنه کوي.
زما په باور (ی) نباید پر مفاهیمو (اسم، صفت، فعل، امر، ښځینه، نارینه...) باندي وویشل سي بلکه د روښانه مطلب اخیستلو لپاره لازمه ده چي هره (ی) د خپل ږغیږ مؤقف پر بنسټ تلفظ او ولیکل سي دا که فعل (کړ) وي یا نوم. ځکه چي د کلمې جنسیت (نر او ښځه) همدغه د کلمې اخري فونیم ټاکي نه ځانګړی توری. چي تقریبآ په ټولو ژبو کي همداسي ده. دوهم داچي که د کړ او نوم پر بنسټ ویش منو نو باید لوړ ویش د ښاغلي سرلوڅ په استدلال پر نورو (ی) ګانو هم تطبیق کړو.
او د همزه والا (ئ) په هکله زه پدې عقیده یم چي همزه (ء) په عربي ژبه کي جلا توری دۍ او ځانته خپل مقام لري. کله چي په یوه کلمه کي راسي هغه کلمه نر او غونډه معرفي کوي لکه: الله کُل شیء قدیر، ماشا ء الله، انشا ء الله، مثلأ، بنأ، حتمأ، تقریبأ او داسي نور. خو د ښاغلي خبیب علی د مثال (د غلامۍ کړۍ ماتي کړۍ) په جواب کي باید ووایم چي دا ډول د ګوتو په شمیر استثناات په نورو (یې) ګانو کي هم سته چي موږ ئې نه سو سره بیلولای لکه په لنډه (ي) کي:(ولي ولي ولي ولې). لومړئ او دریم (ولي) اسمونه دي او دوهم (ولي) د علت قید دۍ. داسي استثنا په هره ژبه کي سته چي باید میخانیکي په یاد سي نداچي قانونمندي ورانه سي.
د ساري په ډول په هالنډي ژبه کي نومونه په Het او De سره معرفي کیږي او قانون دادۍ چي جمع او لوی نوم لکه سړئ یا خلګ په (De) لیکل کیږي او کوچنئ نوم لکه ماشوم، نجلۍ په (Het) لیکل کیږي مګر انترنیت چي لوی نوم دۍ قانونآ باید په (De) ولیکل سي اما استثنا ده په (Het) لیکل کیږي Het internet .یعني داسي په سلهاوو استثنايي لغاتونه سته چي هالنډیان ئې میخانیکي پیادوي.
پایله داچي:
۱- د اسانه لیکلو او پر ځای تلفظ کولو په خاطر د مولوي عنایت الله صاحب سره هم نظره یم. یعني که ټول نارینه نومونه او ضمیرونه په همزه والا (ئ) ولیکل سي هم به د نرمي (ی) فونیکي دریځ روښانه او مشخص سي هم به د لکۍ والا (ۍ) په کورنیو چارو کي مداخله نه کیږي او هم به د پښتو ژبي د معیاري کیدو فاصله کمه سي.
۲- زه هم د سرلوڅ صاحب په شان ټول هغه نومونه، فعلونه، امرونه او جمع ضمیرونه چي نه پخپل منځ کي فونیکي توپیر لري او نه هم د لکۍ والا (ۍ) د رښتیني فونیکي مؤقف څخه جلاوالۍ لري په یوه لکۍ والا (ۍ) لیکم. او ټولو د پښتو ښاغلو او اغلو لیکونکو ته بلنه ورکوم که غواړۍ چي پښتو په اسانه ولوستل سي، اسانه ولیکل سي او روښانه مفهوم ځني واخیستل سي نو راځۍ چي په لاندي ډول ئې ولیکو:
- نرمه (ی): دغه (ی) ځکه نرمه بلل سویده چي په هر غالب کي ځان عیاروي او نسبت نورو (یې) ګانوته فونیکي ازادي لري لکه: ښاغلی، نازولی، منلی، غورځیدلی، ښویدلی، توری، سیوری، سوی، قوی، شری، نوی، سرای، ځای، خدای او نور.
- لنډه (ي) لکه: غلامي، باداري، مستي، پاکي، دوبي، غوړي، نامي...
- اوږده (ې) لکه: ادې، شلومبې، شیدې، مستې، نارې، نخرې...
- لکۍ والا (ۍ) لکه: هګۍ، بګۍ، خوارۍ، هغوۍ، دوۍ، راځۍ، څښۍ، دۍ (است)، خورۍ، کوۍ، لیکۍ، منۍ، ناخیړۍ...
- همزه والا (ئ) لکه: شئ، لرګئ، سوټئ، زلمئ، زمرئ، پتیالئ، سړئ، دئ (هغه سړئ)، ژوندئ، کوچنئ، ډیرئ...
دلایل مي نور دادي چي:
الف - د (ی) ګانو ویش له سره څخه پر فونیکي مؤقف رامنځته سویدۍ نه پر کړ او نوم باندي. که ویش پر نوم او فعل باندي سوی وای نو اوس به نوري (ی) ګاني هم ویشل سوي وای. لهذا وړاندیز مي دادۍ چي هره (یې) باید پخپل ږغیږ مؤقف سره معرفي او ولیکل سي څو د تیروتني او مشکلاتو سره مخ نسو.
ب - د همزه والا (ئ) تلفظ او مؤقیعت به هم روښانه سي او په هکله به ئې د نظر اختلاف له منځه ولاړ سي.
ج - هم به په پښتو لیکدود کي ستره اسانتیا رامنځته سي او هم به د پښتو معیاري کیدو ته لاره صافه سي.
نوټ: هر ډول معقول استدلال او عملي منطق ته غاړه ایږدم.
په درنښت
۲۲- ۱۰ - ۲۰۲۱