محمد اشرف غنی، رئیس جمهوری افغانستان، یکشنبه ششم ثور در یک نشست فوق العاده با نمایندگان هردومجلس شورای ملی اعلام کرد که خواست مردم افغانستان از دولت این است که به دلیل حمایت پاکستان از از میزبانی، تجهیز و تسهیل فعالیت گروه‌های تروریستی به شورای امنیت سازمان ملل و سایر نهادهای بین‌المللی ازپاکستان شکایت کند.

 ریس جمهورغنی؛ شبکه حقانی و گروه طالبان را که هموطنان خود را میکشند به دهشت افگنی ادامه می‌دهند باغی؛ تروریست شرارت پیشه وقاتلین مردم وجنایت کارخواندند که درخدمت دشمنان افغاستان قراردارند و هیچ راهی برای گفت‌وگو با این گروه ها وجود ندارد و سرکوب خواهند شد. وی از مردم و نمایندگان خواست که دربرابر تروریسم وتروریست باید یکپارچه و متحد ایستاد شوند.:"کسانی که به این وحدت لطمه می‌زند و در عین قرار داشتن در متن حکومت و نظام و با استفاده از منابع آن آب در آسیاب دشمن میریزند، به صورت آگاهانه و ناآگانه در جنگ روانی با دشمنان این کشور همسو هستند، در مورد آنان ارفاق صورت نخواهد گرفت."

 رئیس جمهور؛ وجود فساد اداری را یکی از نقاط آسیب پذیر دولتش خواند و گفت که مرتکبین فساد باعث تضعیف قابلیت رزمی و وظیفوی نیروهای دفاعی و امنیتی افغانستان شده و به گفته او کسانی که مرتکب فساد می‌شوند، به دشمنان وطن خدمت می‌کنند. وی به تعهد دولتش در مبارزه با فساد اداری تاکید کرد و افزود: "مفسدین را که مرتکب خیانت ملی می‌شوند، متناسب به جرم شان از طریق محاکم مربوطه، مورد مجازات سنگین قرار خواهد داد."

 به این گونه ریس جمهور غنی به خواست های برحق مردم وسازمانهای سیاسی و جامعه ء مدنی در رابطه به برخورد قاطع با پاکستان و سرکوب طالبان تروریست وشرارت پیشه و ارتقای قابلیت امنیتی نیروهای امنیتی کشور در تامین امنیت وحکومت داری خوب ومبارزه با فساد وعوامل ان به گونه لبیک گفت وتن درداد وقابل تحسیت وتاید است؛ اما مردم افغانستان در زمینه وعده های ریس جمهور ودولت عمل نیخواهد.

 اینجانب نیز در رابطه به حملات تروریستی کابل و وتقبیح وغم شریکی به قربانیان ان؛ تحت عنوان «دافغانستان سره دپاکستان ددشمنی او دطالبانو دجنایتونو یوه بله بیلگه» درفیسبوک نوشته ء به نشر سپرده وبشنهادات (۵) ماده ایی را در قطع حمایت پاکستان از طالبان وصدور تروریسم دولتی به کشور؛ شناختن طالبان مسلح باغی و شرارت پیشه به حیث تروریست ها وشبکه تروریستی و سرکوب انان وارتقای قابلیت امنیتی نیروهای امنیتی وهم جنان حکومت داری خوب ووحدت جامعه سیاسی ومدنی وکافه ملت درجنگ با تروریسم و حل مسایل حاد کشور پیش کش نمودم که دوباره به نشر سپرده میشود:

 

 

دافغانستان سره د پاکستان ددشمنئ اودطالبانو دجنایتونو یوه بله بیلګه.

 دادی وسله والو طالبانو دخپلوتروریستی او افغان وژنی حملوپه ادامه بیا په کابل کی یو شمیر وطنوال شهیدان او زخمی کړل. دطالبانو دا تروریستی حملی چی دپاکستان دکویټې په ښارکی پلان کیږی د افغانستان سره دپاکستان دحکومتونواوجنرالانو ددشمنئ او نه اعلان شوئ ۴۰ کلنی جګړی ددوام او د طالبانو دجنایتونو او افغان وژنې یوه بله بیلګه ده چی دجهاد ترنامه لاندی ترسره کیږی.

 وړاندی له هرڅه زه هم دتولووطنوالو سره یو ځای ددی جنایت په ترسره کوونکو او سازمان ورکونکو لعنت وایم اودشهیدانو روح ښاد او زخمیانو ته یی عاجله شفا غواړم او د کورنیو په غم کی یی ځان شریک بولم.

 په افغانستان کی دوسله والو طالبانوتروریستی حملی په داسې حالاتو کی دوام لری او شدت مومی چې د افغانستان؛ امریکا؛ چین او پاکستان په څلوراړخیزو غونډو کی دتروریسم پر ضد دګدی جګړی او په افغانستان کې د سولې او مصالحې په اړوند هوکړې شوي دي او دهغی له مخی پاکستان هوډ کړی دي چې طالبان به دافغان حکومت سره دمستقیمو خبرو میز ته را ولي اوکه طالبان خبرو ته حاضر نه شی او تروریستی حملو ته دوام ورکړی؛ تحریم او مجازات او دپاکستان څخه به وایستل شي.

 خودادې ګورو چی پاکستان دتل په څیر په خپلو هوډونو او تعهداتو عمل نه کوي او دتروریسم په ضد جګړه کی خپلی دوه ګونی لوبی ته دوام ورکوی؛ له یوې خوا تروریسم ضد جګړی ته ځان متعهد بولی او دامریکا څخه ددی جګړی تر نامه لاندی کمکونه اخلی او له بلې خوا دطالبانو او نورو تروریستی شبکو دحملو له لاری دادی په افغانستان دجګړی اور ته لمن وهی.

 نو څه باید وشي چې دافغان سره دپاکستان دشمنی او نه اعلان شوی جګړی او دطالبانو جنایتونو ته دپای ټکئ کیښودل شی؟

 ۱- دافغانستان دحکومت او ملی شورا له خوا وسله وال طالبان ددهشت ګرو (تروریستی) شبکو په توګه وپیژندل او اعلان او ددوی سره دخبری ونه شي او دقطعی ماتی لپاره ېې لازم ګامونه واخیستل شي اوددی سره جوخت دملګرو ملتونودسازمان دامنیت شورا څخه هم وغوشتل شي چی دطالبانوپه اړوند دامنیت شورا دقطعنامو له مخی دوضع شوو تحریمونه دعملی کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

 ۲- افغانستان حکومت په هیواد کی دپایدارامنیت دتامین او دتروریسم ضد جګړی کی دبریالتوب لپاره نوی او کارا امنیتی ستراتيژی تدوین او دتطبیق لپاره یی دهیواد د ټول مادی او معنوی او ټولنیز او ولسی پو تانسیل څخه ګټه پورته کړی اودهیواد دفاعی قابلیت دخود کفایی سطحی ته ورسوي؛ امنیتی ځواکونه، په درنو وسلو تجهیز او په پیاوړی مسلکی رهبري تقویه کړی اودښه حکومت داری په برخه کی خپلی ژمنی ترسره کړی.

 ۳- حکومت؛ ملی شورا؛ سیاسی ګوندونه او مدنی ټولنې د امریکا دمتحده ایالات او ناتو څخه وغواړي چې دافغانستان سره دستراتیژیکی قرارداداو امنیتی موافقتنامي له مخی دافغانستان دامنیت او دتروریسم ضد جګړې کی او په دی لړ کی د پاکستان په خاوره کی د القاعده؛ داعش او طالبانو او نورو ترو ریستی شبکو دمرکزونه او پټ ځایونه په ځپلو او له منځه وړلو او دافغان امنیتی ځواکونو دامنیتی قابلیت په لوړولو کی دشوو لورنامو په عملی کولو کې ريښتینی او قاطع ګامونه واخلی او مرستو ته داوم ورکړی. او په همدا ډول دامریکا متحده ایالات په پاکستان لازم فشار وارد کړی چی دتروریسم ضد جګړی کې ددوه ګونی لوبی او دامریکا او افغانستان سره د دشمنی لاس واخلی.

 ۴- دافغانستان دحکومت او ملی شورا له خوا دملګروملتونو د سازمان دامنیت شورا څخه وغوښتل شي چی پر پاکستان فشار راولی چی د تروریستی شبکو په اړوند دامنیت شورا دقطعنامو په عملی کولو او دتروریسم په ضد جګړه کی خپل هوډونه په عمل کې ترسره کړی اوکه پاکستان دملګرو ملتونو دامنیت شورا غوښتنې عملی نه کړی لازم تعزیرات پر وضع شي.

 ۵- دافغانستان حکومت او ملی شورا د پاکستان څخه رسما او په کلکه وغواړی چې افغان وسله وال طالبان دتروریستی شبکو په توګه اعلان او وپیژنی او په دی لړ کی دکویټی شورا او په خپله خاوره کی دطالبانو نور مرکزونه له منځه یوسي او مشران او فعالین یی زندانی او دمحاکمی لپاره افغان حکومت ته وسپاری او په دی ډول دتروریسم ضد جګړه کی دددوه ګونی خونړی او چټلي لوبی لاس واخلی او دافغانستان؛ امریکا او چین سره په څلوراړخیزه غوڼدو کی شوی خپل هوډونه عملی کړي او دافغانستان سره ددشمنی او ۴۰ کلنی نه اعلان شوی جګړی لاس واخلی. او که پاکستان دافغانستان پرضد جګړی ته ادامه ورکړی دیپلوماتیکې ورسره قطع شي.

 ۶- دافراطیت او تروریسم پر ضدټول ملت؛ قومونه او قبایل؛ مدنی ټولنه؛ سیاسی ګوندونه او ا جتماعی سازمانونه او نهادونه پر ضد متحد او را پورته شي او یو موټې او پراخ ولسی غورځنک په لار واچوی.

 زما په نظر دپورته وړاندی شوو او دی ته ورته نورو اغیزمنو افداماتو دعملی کولو په صورت کیدای شي چی دافغانستان سره دپاکستان دشمنی او ۴۰ کلنی نه اعلان شوی جګړی او د وسله والو طالبانو؛ داعش او نورو تروریستی شبکو جنایتونو ته دپای ټکئ کیښودل شی او افغان ولس یی دشر څخه وژغورل شي.