حقیقت ، انجینر داؤد اڅک: د افغانستان په ناخوالو کي پرمظلوم اولس نیوکي

بیله شکه چي په وینو رنګ افغانستان ورځ په ورځ د ویرانۍ او ناامیدۍ کندي ته ور نژدې کیږي او هره ورځ د داسي تراجدي پیښو شاهدان یو چي د افغانستان په تاریخ کي ساری نلري. پدې کي هم شک نسته چي دغه په غم لړلي پیښي په افغانستان کي د سترو قدرتو د (ستري نوي لوبي) نیابتي شکل دی ځکه چي نن ورځ د نړۍ ۴۸ پر مخ تللي هیوادونه په مستقیم ډول په افغانستان کي شکیل دي او په ملیارډو ډالره پورته کښته سول ولي بیاهم د مظلوم اولس، صلحي او ملي وحدت په ګټه هیڅ بدل نه سول او برعکس اکثریت افغانان د تیر په اندازه ذلیل، خوار او بې عزته سول.

 هره ورځ د لسهاؤو یا سلهاؤو افغانانو مړینه د قصابۍ په شکل، د میلیونو ځوانانو اعتیاد په مخدر موادو او د دوی کتلوي مهاجرت د وطن څخه، دولتي او د مځکي د غضب مافیا، فقر او بیکاري، د قانون د حاکمیت نه شتون، په ټولنه کي عدم مسؤلیت او عدم کنترول د افغانستان په تاریخ کي ندي لیدل سوي.

 پدغه ځورونکو شرایطو کي کله کله یو قهریدلی سیاست پوه یا مبصر د پيښو ګناه پر رنځیدلي اولس باندي اچوي او په خښم و ګیله سره وایي چي افغان ملت بیده دی، خلګ ولي حرکت او د روان حالت په مقابل کي قیام نکوي.

 د ملت پر ریښه، تعریف او مفهوم به په راتلونکي کي بانډار وکړو خو د ملت بیدیدل او نه حرکت کول دوه بنسټیز عوامل لري:

 ۱ – هر ملت د خپل ټولنیز فورم محصول دی چي یوه ټولنه د پرمختګ په کوم پړاؤ کي کرار لري، یعني په هره کچه چي یوه ټولنه د پرمخ تللو شرایطو خاونده وي په هغه اندازه ئې اولس هم روڼ انده او بیداره وي، په هره کچه چي ټولنه وروسته پاته وي په هغه اندازه ئې خلګ، روشنفکران او سیاسیون هم وروسته پاته او په غیر ملي مخالفتو کي راګیر وي.

  بیله شکه چي افغان ملت په زړو او وروسته پاته ټولنیزو اقتصادي مناسباتو کي ژوند کوي او د فیوډالي شرایطو محصول دی، د همدغه اصل پر بنسټ نه یوازي افغان ملت بلکه د نړۍ ټول اولسونه چي په فیؤدالي مناسباتو کي ژوند کوي ورته ځانګړتیاوي لري ځکه نو د افغانانو بیدیدل، د سیاسي او ټولنیز شعور کمزوري د افغانانو ذاتي صفت ندی بلکه د ټولنیزو حاکمو شرایطو جبر دی.

  لحاظا د اوسني زاړه او حاکم ټولنیز شکل بدلون، د نوو او مترقي مناسباتو او شرایطو ایجادول په ارمانو او شعارو باندي نه کیږي بلکه منظمه، سیسټماتیکه، ګډه او هدفمنده سیاسي مبارزه غواړي چي پیل ئې د معارف او اقتصادي سکټور څخه کیږي.

 داچي نن ورځ حکومت په هیڅ ساحه کي هیڅ ډول پرمختګ او پاملرنه نلري او افغانستان هره ورځ د ساړه جنګ په تاوده اور کي سوځي علت ئې دادی چي نه حکومتي چارواکي ملي احساسات او پر خپل اولس باندي زړه سوی لري، نه مسلح مخالفین او نه هم نړیواله ټولنه و افغانانو ته د انسانانو په سترګه ګوري. اوس پر وطن دوستو عناصرو باندي لازمه ده چي لاس پکار سي او روانه تراجدي سناریو ته تغیر ورکړي.

 ۲ – ملت په یوازي سر هیڅ نه سي کولای که څه هم پر مخ تللی او بیداره ملت وي، د بیلګي په ډول فرانسوي اولس د انقلاب څه مخکي په ډیرو ناوړو او خرابو شرایطو کي ژوند کاوه اما ترڅو چي د (دانتون، پاول مرت او روبسپیر) په شان رهبران ئې نه وه موندلي هیڅ کوم تاثیرناکه کار ئې و نکړای سوای، خو کله چي نوموړو رهبرانو د ښورښ د تاکتیک او عمل لارښودنه پر غاړه واخیستل نو سمدستي د خلګو حرکت او غذب منظم سول، څو د جنګونو، ویرانیو او ډیرو قربانیو وروسته د فرانسې د (۱۷۸۹-۱۷۹۹ م) انقلاب بریالی سو.

  معنا داچي ملت ته باید لار ښونه وسي، رهنمائي سي، مثبت، د پرمختګ، سوکالۍ او مبارزې مسیر ته سوق سي. افغان اولس ته د مسیر ورکولو او د دوی د روښانه کولو دنده د همدغه خښمیدلو سیاسینو، مبصرینو، پوهانو او روڼ اندو خلګو په غاړه ده چي په پوره خلوص، جرئت او تدبیر سره ډګر ته را ودانګي او د خپلو ځوریدلو خلګو و څنګ ته په پوره مینه، حوصله او قرباني سره ودریږي.

 پایله داچي د افغانستان ټول زړه سوانده، ویښ، پوه او روڼ انده شخصیتونه او سازمانونه په تیره بیا سیاسی شخصیتونه او سازمانونه پر ځای د دې چي مظلوم اولس مقصر و بولي باید د افغانستان د ارامۍ، سوکالۍ او پرمختګ لپاره هر ډول خپل منځي اختلافات شاته پریږدي او پر یوه ګډ او ځانګړي هدف (د صلحي تآمین) باندي سره راټول سي څو په ګډه سره وکړای سي چي په لومړي ګام کي یو ملي او قوي سیاسي بنسټ رامنځته کړي، په دوهم ګام کي د خلګو په باور او همکارۍ سره یو سالیم او ښایسته سالار حکومت را منځته کړي او په دریم ګام کي وکړای سي چي د ملت په حمایه جنګ ځپلی افغانستان د جنګ د ښامار څخه وژغوري څو ټولنه ورو ورو د پرمختګ او خوشبختۍ لوری خپل کړي.

 ۵-۵-۲۰۱۷