ګرانو لوستونکو موږ او تاسي شاهدان یو چي د نړۍ، سیمي او ګران افغانستان حالات ډیر کړکیچن او په حساس حالت کي قرار لري. د بده مرغه په ۲۱ پیړۍ کي داسي غیر انساني، وحشي او بدرنګه پیښي را منځته کیږي چي نه د اوسني انسان د شان او شوکت سره ښايي او نه هم د نن ورځي د ښکارهنګ (فرهنګ) سره همږغي لري. برعکس په نړۍ کي د وامداره جنګونه، د ښارونو، مملکتونو، تمدنونو ورانول او د بې ګناه انسانانو وژل په پراخه کچه د اوسني پرمختلي انسان لپاره شرم او د پزي پیټک دی.
د بیلګي په توګه په جنګ ځپلي افغانستان کي ۳۸ کلن جنګ هره ورځ هم په لس هاو بې ګناه او مظلوم افغانان وژني او هم، اقتصادي، تولیدي، فرهنګي، او نظامي بنسټونه ورانوي.
دا چي اوسنی تراجدي او ناوړه حالت دوام لري او د مظلوم اولس په ګټه هیڅ نه بدلیږي دوه عمده عامله موجود دي.
- لومړی اساسي عامل په افغانستان کي دوامداره او خونړی جنګ دی. دغه تپل سوی جنګ سربیره پر ورانیو د ټولني نوري بدبختۍ او ناخوالي لکه اداري فساد، دولتی مافیا، د مځکو د غصب مافیا، د مخدر موادو مافیا، فقر او بیکاري هم پخپل غیږ کي تودې او ژوندۍ ساتي.
اوس د هر زړه سوانده او وطن دوسته سیاست پوه دنده ده چي ترهر څه لومړی د عادلانه او تل پاتې صلحي د تامین لپاره فکر وکړي او لاس پکار سي چي صلحه څنګه، څه وخت او د چا لخوا رامنځته کیدای سي.
- دوهم اساسي عامل چي تراجدۍ رازیږوي د اوسني کمزوري او د فساد نه ډک حکومت په مقابل کي و صلحي ته ږمن، سالم او د ملي اپوزیسیون نه شتون دی. ځکه چي په دیموکراتیکو او څو ګوندي سیستمو کي د پرمختګ او اصلاحاتو لپاره د یوه تکړه او ملي اپوزیسیون شتون مهیم او اساسي شرط دی.
ا پوزیسیون دنده لري چي په هر وخت کي د وطن په هر ګوټ کي او د حکومت په هره ساحه کي د حکومت کړني تر څارني لاندي ونیسي. ښه کارونه ئې تائيد او تمجید کړي بدي کړني ئې انتقاد او د اولس پر مخ رسوا کړي. په تیره بیا د ملت د سالمو غوښتنو او ملی ګټو په مقابل کي د حکومت د بې پروایي او ناپوهي په صورت کي باید اپوزیسیون په کلکه سره و دریږي او د اصلاحاتو لپاره په ملي سطحه باندي په جدي ډول عکس العمل ښکاره کړي، چي دغه تقابل پخپل ذات کي د ټولني د پرمختګ او اصلاحاتو ضمانت کوي. خو متآسفانه چي نن ورځ په افغانستان کي د یوه تکړه، ملي، متعهد او سالم اپوزیسیون تشه موجوده ده.
اوس د افغانستان د وطندوستو او ویښو سیاسینو په عزم او ځیرکي پوري اړه لري چي څنګه کولای سي په ګډه سره فقط د افغانستان د ژغورولو په خاطر، نه د خپلو سیاسي او قومی ګټو د ساتلو په خاطر داسي یو الترناتیف رامنځته کړي چي د دواړو عواملو (د جنګ ختم او د اپوزیسیون ایجاد) لپاره یو جواب ولري.
یعني (یو تیر او دوه نښا نه).
په دې معنا چي: په افغانستان کي د ۱۵۰ په شا وخوا کی سیاسي ګوندونه او سازمانونه فعالیت کوي ولي بیا هم نسي کولای چي اوسني ناوړه او دردونکي شرایطو ته د افغانستان د اکثریت خلګو، دیموکراسۍ او صلحي په ګټه بد لون ورکړي. دا ځکه چي تراوسه پوري هیڅ یو ګوند، ا ئتلاف یا جبهه پدې نده توانیدلې چي د یوه سرتاسري او غښتلي اپوزیسیون ځای ونیسي څو په عملي ډګر کي پر حکومت، مخالفینو او د افغانستان په مسائلو کي پر شکیلو خارجي هیوادو باندي د فشار د وسیلې په حیث خپل تآ ثیرات وښندي.
اوس مرکزي سوال همدغه دی چي د افغانستان سیاسي غورځنګ ولي نسي کولای چي په ګډه او تفاهم سره یوغښتلی، سراسري او ملي ا پوزیسیون ټولني او نړۍ ته معرفي کړي؟
د یوه تکړه او سراسري اپوزیسیون د رامنځته کیدو په لاره کي لاندي درې غټ خنډه موجود دي:
۱- اول خنډ رواني دی چي د سیاسینو ځان غوښتنه او خپل محوري ده. متآسفانه په افغانستان کي هر سیاسي شخص یا ګوند غواړي چي په رهبري کي کرار ولري او هر څه دده پر محور را وڅرخي، چي دا کار نه یوازي ناشونی دی بلکه د ګډ کار او یوالي تر منځ د چین دیوال هم دی. زه هیله مند یم چي د افغانستان زړه سوانده او وطندوسته سیاسیون د خپلو رنځیدلو خلګو او ملي ګټو په خاطر تر خپلو سیاسي، قومي او سکټرسټي علایقو، سلایقو او عقایدو څخه تیر سي او د خونړي وطن د نجات لپاره په پوره جدیت او مسؤلیت سره لاس په کار سي.
۲- غټ خنډ چي په ټوله سیاسي غورځنګ کي په تیره بیا په پروني چپ بلاک کي له ورایه ښکاره دی هغه د مشخص او مشترک هدف نه درلودل دي. پرون افغاني چپیانو (بې طبقاتو داسي ټولنه غوښتل چي فرد د فرد لخوا استثمار نسي) او د همدغه هدف لپاره ئې بې امانه مبارزه کول. خو د پرون چپیان چي نن په هر سازمان یا ګوند کي فعالیت کوي باید په ډاګه او جرئت سره ښکاره کړي چي نن څوک دي او څه غواړي.
ایا د پرون چپیان دي او که نه؟
که د پرون چپیان دي هم باید په شفافه توګه خپل هویت او خپل نني مشخص اهداف معرفي کړي او که د پرون چپیان ندي بله لاره یا نوې لاره ئې خپله کړیده هم باید خپل ځان او ځانګړي اهداف و جنبش، ټولني او نړۍ ته ور وپیژني.
خو متآسفانه دغه ګونګ او مجهول حالت نه یوازي د پرون په چپیانو کي بلکه د افغانستان په ټول سیاسي غورځنګ کي د لیري څه ښکاره دی.
یو متل دی چي وائي: (شنې په غلا نه چیچل کیږي). هر سیاسی ارګان باید په شفاف او مشخص ډول خپل اهداف و ټولني ته معرفي کړي چي څه غواړي او څنګه ئې غواړي. ځکه چي د مشخص یا ځانګړي هدف ټاکل د یوه سیاسی ارګان په جوړښت کي مرکزي او مهیمه نقطه ده.
خو د هدف په ټاکلو کي هم دقت پکار دی او باید ډیر فکر وسي چي ټولنه او اولس په لومړي ګام کي کوم ملي ارزښ ته ترنورو ملي ارزښتنو ډیر ضرورت لري او د کوم ټولنیز مرض څخه ډیررنج وړي. بریالی او تاثیر ګذاره ګوند به هغه وي چي د ارزښتونو لومړیتوب او ضرورت د ټولني د شرایطو او د اولس د غوښتنو پراساس ردیف او ترتیب کړي او په مقابل کي ئې د هغه ناجوړۍ پیژندنه وکړي چي ټولنه د بربادۍ کندي ته پوري وهي.
نن ورځ ټولو افغانانو او نړیوالو ته معلومه ده چي جنګ ځپلی افغانستان تر ټولو لومړی وعادلانه، تل پاتې او سراسري صلحي ته ضرورت لري او ترټولو زیات د (جنګ) څخه رنج وړي. ځکه چي نه ناټو وکړای سول چي په جنګ سره امن او ثبات رامنځته کړي او نه هم مخالفین کولای سي چي د نظامي لاري څه حکومت تر لاسه کړي.
بنآ که د افغانستان سیاسي ګورځنګ په جدیت سره د دغه زړه دردونکي حالت څخه د مظلومو افغانانو خلاصون غواړي او د مادي نعمتونو په فکر کي ندي نو باید په یوه تیر دوه نښانه وولي.
په یوه تیر دوه نښانه هغه وخت ویشتلای سي چي لومړی ټول وطندوسته سیاسي ګوندونه، سازمانونه او حلقات دا ومني چي صلحه د ټول بشریت په تیره بیا د جنګ ځپلي افغانستان لومړنی ضرورت دی. په دوهم ګام کي ټول دغه سازمانونه او احزاب باید عادلانه صلحه د خپلو اهدافو سردار او د خپل لومړي او مشخص هدف په حیث ټولني ته ور وپیژني.
بیله شکه چي د صلحي د تآمین او میکانیزم په هکله نظریات او عقاید بیل دي خو د سیاسي ګورځنګ لخوا منل سوی او مشترک میکانیزم هغه وخت رامنځته کیدای سي چي لومړی ټول هغه سیاسیون چي په ریشتیا سره صلحه غواړي د صلحي تر چترلاندي په یوه پلاتفورم کي سره ټول سي او په ګډه سره یو عملي او عیني میکانیزم ایجاد کړي او د خپلي کړنلاري مشعل ئې وګرځوي.
د عادلانه صلحي لپاره ګډ کار به د لومړي هدف په حیث لاندي دوه نښانه وولي:
یو داچي ځانګړی او مشترک هدف به رامنځته سي چي په خپل ذات کي د یوه سیاسی ارګان د جوړیدو لپاره د نطفې حیثیت لري. ځکه چي یو سیاسی جوړښت به بیله مشخص هدف څخه د هغه کښتۍ په شان وي چي قطب نما و نلري او همیشه ئې لاره ورکه کړې وي. یعني د عادلانه صلحي تآمین د ګډ او ځانګړي هدف په حیث د ټولو وطندوستو او صلحه غوښتونکو ځواکونو د راټولیدو لپاره په یوه اپوزیسیون کي هغه مشترکه نقطه ده لکه د میږیانو د راټولیدو لپاره چي د عسلو یوه قطره ده.
بل نښان داچي د لوړ او ځانګړي هدف درلودونکی اپوزیسیون به د صلحي په تامین سره خپل نیک او انساني ارمان او لومړي هدف ته رسیدلی وي چي د ورستیو نیکو اهدافو د پیاده کولو لپاره زمینه ورته برابروي.
نوټ: د صلحي تآمین تر ټولو لومړی ملي، سالم او متعهد حکومت ته ضرورت لري.