حقیقت ، انجینر داؤد اڅک: امریکا بې اثره مانورونه

د تاریخ په اوږدو کي د ساړه جنګ لومړی پړاؤ په  ۱۹ مه میلادي پیړۍ کي د روسیې او بریتانیایي هند تر منځ هغه وخت را پیل سو کله چي د ایران او تزاري روسې تر منځ د سختو جګړو وروسته په ۱۸۱۳ م  کی د اکتوبر پر ۲۵ نیټه د فتح علي خان قاجار او تزاري روسې تر منځ د ( ګلستان تړون ) لاسلیک سو .

  د دغه تړون په پایله کي د ایران په شمال کي د ( قفقاز ، ارمنستان او اذربائیجان ) ډیري سیمي و تزاري روسې ته ځکه وسپارل سوې چي ایران په جنګ کي سخته ماته خوړلې وه .

 خو د ساړه جنګ یا ستري لوبي دوهم پړاؤ هغه وخت پیل سو چي د دوهم عمومي جنګ څخه یو کال وروسته په کال  ۱۹۴۰ م کي د امریکا او پخواني شوروي اتحاد تر منځ د نړۍ د راتلونکي جوړښت پر څرنګوالي باندي د نظر بیلوالی او کشمکشونه رامنځته سول . دغه کشمکشونه او اختلا فات نه یوازي په نظامي ، جاسوسي ، اټومي او صنعتي ساحو کي شروع سول بلکه په ایدیالوژیکي ، سیکالوجیکی او سپورتي ساحو کي ئې هم  نه پخلا کیدونکي رقابتونه  درلودل .

 پرهمدغه بنسټ دواړو خواوو کوښښ کاوه چي په نړۍ کي خپل جیؤستراتیژیک او جیؤپالیتیک مرکزونه ډیر کړي . که څه هم منځنۍ او غربي اسیا د دغه کشمکشو قرباني سویده خو افغانستان د ساړه جنګ د پیل څخه تر نن ورځي پوري چي ( نوې لویه لوبه) نومول سویده مرکز اوسیدلی دی . جنګ ځپلي افغانستان د ستري لوبي د لوبغاړو څخه تر نن ورځي پوري ډیري ناخوالي لیدلي او رنځونه ئې ګاللي دي چي تاریخ ئې په مفصل ډول ژوندی دی .

 په تیره بیا د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد د یرغل څخه تر نن ورځي پوري افغانستان د جنګ ډګر او د ډول ډول تسلیحاتو او بمونو د ازمایښت میدان ګرځیدلی دی چي وروستۍ ازموینه د امریکایي پوځ لخوا د GBU 43 بمب ازموینه وه .

  دغه بمب چي د ( بمب مور ) نومیږي ۹۸۰۰ کیلو ګرام وزن لري او د روان کال د اپریل په ۱۳ نیټه د ماښام پر ۷:۳۰ بجې د همیشه بهار د اچین په ولسوالۍ کي وغورځول سو .

 د بمب مور درې نښانه وویشتل :

 ۱- په مسکو کي د افغانستان د صلحي په هکله غونډه چي ۱۲ هیوادو ګډون پکښي درلود بې اهمیته معرفي سول .

 ۲- شمالي کوریا ته ګوت څنډنه وه.

 ۳- د بمب مور تجربه سوه .

 که څه هم افغاني حکومتي مقاماتو اعلان کړل چي دغه بمب  د دوی په مشوره  د داعیش پر مرچلو باندي د تروریزم د ورکیدو په خاطر غورځول سویدی او د داعیش تروریستي ډلي ته ئې سخت تلفات اړولي دي خو د امریکا مرستیال ولسمشر ( مایک پنیس ) په جنوبي کوریا کي وویل چي :

 ( زموږ هدف د بمب د مور څخه شمالي کوریا ته ګوت څنډنه وه چي امریکا هر ډول ګام پورته کولای سي ) .

  په هیواد کي دننه منتقدین هم د حکومت دغه ادعا نه مني او سوی عمل په سختو ټکو کي غندي او زیاتوي چي دا د افغانستان د ملي هویت ضد عمل وو او افغانستان نباید د تسلیحاتي ارمایښتونو ډګر وګرځي . مهیمه لا داچي بمبارد سوې سیمه تر اوسه پوري د خلګو پر مخ تړلې ده نو څنګه کیدای سي چي اعلان سوي پایلي و منل سي .

 اوس به د معتقدینو او منتقدینو نظریات یوې خواته کړو او پر اصلي مسئله به مکث وکړو چي ایا د داسي غټو بمونو یا په ټولګه کي د بمب غورځول د حل لاره ده ؟

 د افغانستان جنګ بیله شکه د ناتو او شانګهای د بلاکونو تر منځ د ساړه جنګ نیابتي شکل دی چي افغانستان ئې هره ورځ په ګرم اور کي سوځي .

 زما په اند جنګ او د بمبونو اچول د مسائلو د حل لاره نده په تیره بیا په ۲۱ پیړۍ کي چي مډرن ،عقلمند او پرمخ تللی انسان ژوند پکښي کوي ،که چیري په افغانستان کي د امریکا مانورونه ، اوسنی ګنګ او بې پایلي جنګ او د منځنۍ اسیا تهدید دوام ولري یوه ورځ به روسیه هم خپل د (بمب پلار) چي ۴۴ کیلو ګرام وزن لري په جنګزده او بې خاونده افغانستان کي وغورځوي ځکه چي (پوتین) د مسکو په غنډه کي په ډاګه سره وویل چي :

 ( روسیه باید مجبوره نسي چي په تاجکستان کي میشت روسي لښکري و افغانستان ته د تروریزم د سرکوبولو لپاره ولیږي) . د روسانو د نظامي عکس العمل په صورت کي به بیله کوم شک څخه افغانستان په هغه سوریه باندي واوړي چي اوس نه د روسیې لپاره څه پکښي پاته دي او نه هم د امریکې لپاره  .

 پایله دا چي د ۲۱ پیړۍ اسمانو ته ختلی انسان ، د مځکي تل ته کښته سوی انسان باید د انس ، احترام او حقانیت هغه مسیر ته را واوړي کوم چي نن ئې انحراف ځني کړیدی .

 یعني نننی مډرن انسان باید خپله ځان غوښتنه او ځای غوښتنه محار کړي ، د نړۍ په هر ګوټ کي و انسانانو ته د انسان په صفت قائله سي او سالیمو حقوقو ته ئې د خپلو نازولو په شان احترام وکړي څو بشریت په ګډه نړۍ کي د صلحي ، ارامۍ ، محبت او همکارۍ په فضآ کي ګډ ژوند وکړي ، که داسي و نسي او ستر قدرتونه پر ناتوانو او ضعیفه اولسو باندي د نن په شان ظلم او ښکیلاک ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ادامه ورکړي او نړۍ ئې د خپلو ګټو لپاره د لوبو وسیله وي ندا چي  دریم نړیوال جنګ به حتمي سي بلکه په تآسف سره به د ارسطو هغه اصل پرځای پاته وي کوم چي ۲۳۸۰ کاله مخکي ئې خپل د سیاست په کتاب کي د انسان په هکله لیکلي دي چي :

 « انسان سیاسي جناور دی » .

 ۲۱-۴-۲۰۱۷