هو! زه هغه لیکوال او شاعر یم، چې د ادب او فرهنګ په تیره بیا د پښتو ادب، شعر او شاعرۍ زرغون ګلبڼ به په ډیرو ښکلو او رنګینو ګلونو ښایسته، سمسور، غوړیدلی، تازه او ښیرازه وساتم.
زه شاعريم او زړه مې غواړي، د خيال پر وزرو مخ پر شينکي اسمان والوځم او له هماغو هسکو څخه پر غرونو رغونو، سيندونو، سمندرونو، شنو جلگو او ورشوو د خپلو وزرونو سيوري کښته پورته ولونم او هغه درستې سترگو ليدلې طبيعي ښکلاوې او رنګينۍ د ذهني او عيني انځورونو په مرغلين کې و پېيم.
هو! زه به په ټوله رښتينولۍ هغه ښايسته ښکلي پېيلی هارونه امېلونه د خپل پښتني- افغاني شعر و ادب په ارته بيرته گلورينه ځولۍ کې راو نغاړم، سمسور ګلبڼ يې، نه يوازې د زمانې له پاڼرېژو سيليو او توپانونو څخه راوژغورم، بلکې له لا نويو نويو ښايسته ښکلو رنگارنگو گلونو سره د ډېرو اوسنيو او راتلونکو سترگو پر لارو ته ور ډالۍ کړم.
زه هغه څوک یم، چې له پوهې، فرهنګ او ادب سره ژوره مینه او لېوالتيا لرم، او په پېيلې او نا پېيلو هستونو کې د شاعرانه او هنري تخیل، نوښتګر فکر او د لوړې پوهې په تړاو پراخه ليد لرم.
زه غواړم د خپل سپیڅلي، خوالگر او نوښتگر قلم د ارزښتمنو او ګټورو پنځونو له لارې د پښتو شعر و ادب لمن پراخه او بډایه کړم.
زه غواړم هغه لیکوال او شاعر و اوسم، چې په خپلو عیني او ذهني انځورونو کې له ولولو څخه ډک انساني پیغامونه، لوړ فکرونه او خواږه شاعرانه رنګونه ولرم.
زه هغه وينا وال یم، چې له خپل ګران هیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه لرم، او غواړم په خپلو ساندو سندرو کې له سپیڅلې او خوږې مینې څخه ډک افغاني- پښتني او ملي ولولې د ادب مینه والو ته په خوږه، هنري او شاعرانه ژبه وړاندې کړم.
زه هغه څوک یم، چې په زړه، ذهن او روان کې مې د پښتو ژبې، ادب او فرهنگ سپیڅلې مینه وړې ولولې څپې وهي.
زه هغه ويناوال یم، چې غواړم، په خپلو لیکنو، شعرونو او ملي ترانو کې مې د افغان ولس پوهه او گروهه، ښاڅ و غرور، ننگ و پت، توره او میړانه، ویاړونه او ملي پښتني او ټولنيز ارزښتونه په خورا ښکلې بڼه انځور شي؛ دا زما انساني- افغاني دنده او پازه ده، چې د افغان اولس او پښتون ملت او په تیره بیا د خپل ځوان پښت د ملي شعور د راویښولو، روزلو، پاللو، پاڅولو او هڅولو په لار کې خپلې هاندو هڅې او تاب و توان ته دوام ورکړم، لوړ انساني- افغاني موخې او ارمانونه او د يوه پتمن بسيا او هوسا ژوند و ژواک لارې چارې ور پر ګوته کړم، او د هیواد د سمسورتیا او پراختیا په تړاو د دوی ذهنیت په شعوري لحاظ د هیواد پالنې، ازادۍ، استقلال، خپلواکۍ د ملي وحدت، اتحاد او اتفاق او ورورولۍ سره اشنا کړم.
زه به په خپلو پنځونو کې د ګډ سوله ییز ژوند د اصولو په رڼا کې د سولې او سوکاله ژوند او د بشر پالنې پیغامونه، د جنګ، جګړو او جگړه مارو څخه ژوره کرکه په پوره نږه ژبني او ادبي پرداز سره انځور کړم.
زه غواړم، د خپلو ادبي او شاعرانه انځورونو په ژبه د خپل جنگ، جنايت و جهل ځپلې ټولنې او ټاټوبي ترخې خاطرې، د سویو زړونو او څیرو ګریوانونو تریخ، حقیقي، ریښتینی او انساني ژوند، د ټولنې دردونه، د غریبانو، بیوزلو، مظلومانو مسکینانو، خوارانو، غمجنو او یتیمانو کړاوونه، ناخوالې او ستونزې، د رنځورو او له زد کړې پوهې لرې پاتې پرگنو، خواري او بدمرغي، او د دغو ناخوالو او بدمرغيو د رامنځته کوونکيو تورې کرغېړنې څېرې بربنډې کړم او سوز و فرياد يې د نياومنو او انسان دوستو نړيوالو تر غوږو ورسوم، او د اخلاقي، ټولنیز ژوند د نیمګړتیاوو او کمزورتیاوو لپاره د علاج ګټورې لارې چارې ور پر ګوته کړم.
زه هغه وینا وال یم چې غواړم د خپلې شاعرۍ په رنګینه نړۍ کې د واقعي او عملي تصوف او عرفان د اسرارو او رمزونو مرغلرې او د معرفت او د معنوي نړۍ وړانګې په تړاو علمي او تحقیقي او څیړنیز نظریات د اسلام حقیقي او سپیڅلي ارزښتونو علمي مفاهیم او عملي ګامونه ټولنیز عدالت، انصاف او پاک نفسي، رښتیا او صداقت، انساني او ټولنیز دردونه، خصایل او اخلاقي ارزښتونه په ډیر عالي، او انساني بڼه د ادب او فرهنګ مینه والو ته وړاندې کړم.
زه هغه لیکوال او شاعر یم، چې زما د ترانو په رنګین او غوړیدلي ګلبڼ کې د ښځو عالي مقام او منزلت ته درناوی، عشق، محبت، مینه او اخلاص، جذابیت او ښایست، حسن او جمال، دوستي، وفا او صمیمیت، د ریښتینې مینې راز او نیاز، سوز، ساز او ګداز، د پسرلي رنګارنګ او زړه وړونکې نغمې، د طبعیت د مناظرو رنګینه او هنري ښکلا او همداسې نور عالي او هنري ارزښتونه په ډیرو ښکلیو او رنګینو تشبیهاتو، کنایاتو، استعاراتو، رمزونو او ښایسته سیمبولونو کې په ډیر عالي او شاعرانه ترکیبونو او ارزښتونو باید انځور شي، لکه:
د سبا سپینه رڼا، د سحرني نسیم خوږې وږمې، د سهار بادونه، د شنه اسمان ځلانده ستوري او تکه سپینه سپوږمۍ، د سپوږمۍ پلوشې او د سپوږمۍ د رڼا څرک، د افق ښکلا، د اسمان تورې وریځې، شین اسمان او د شنه اسمان تر لاندې په ګلزار کې د بلبلانو ښایست او د دوی مست اوازونه، خوږې نغمې او ترانې، تک شین آسمان لکه د پیغلې کوچۍ شین کمیس چې له هیندارو او پاولیو ډک وي، د ګلانو د ښکلو پاڼو دپاسه د بوراګانو بیړ، دنښترو او چنارونو په شنو څانګو کې د بیلا بیلو الوتونکو او مرغیو مستې سندرې او شور ماشور، د هسکو غرونو د پاسه او د شینکي آسمان تر لاندې دګربټو، بازانو، باښو او لیکه لیکه زاڼو هسکې او ټیټې الوتنې، په تازه، ښیرازه او غوړیدلي ګلبڼ کې د توتیانو مستي او د شور شتوالی، څپاند، څپاند، مست او لیوني سیندونه او د آبشارونو زمزمې او غږونه، د سیندونو د څپو غورځنګونه، د بهاندو چینو رڼې اوسړې اوبه، د سیندونو، غرونواو رغونو تر منځ ښکلي اوزړه راښکونکي ږغونه او نغمې، په شنوباغونو کې د چنچڼو خوږې سندرې، د تورو سترګو غرڅنیو دمنډو رامنډو ښکلا، په ګودرونو کې د منګیواو د پیغلو د بنګړیوشرنګهار، په شنه او زرغون بهار کې دمرغانوخوږې خوږې کوکیء، د پسرلي رنګارنګ او ښایسته ښایسته ګلونه او د ګلونو خندا اوغوړیدل، دپسرلي روح نوازه نسیم، د ګلانو ښکلې ګیډی او د نارنج غوړیدلي او تازه ګلان، د سنځلو په بوی او عطرونو معطره او غوړیدلې فضا، دڅانګو او د پاڼو شینوالی، د شنو ونو د پاڼو رپیدا او غږونه، د باغونو ښیرازي او تازګي، د ځنګلونو او وچ ډاګونو، دښتو، پولې، کروندیو، ورشوګانو او د شنو درو او غونډیو او ښکلو او زرغونو شنیلیو سمسورتیا او پراختیا، په شنیلیو کې د پرخو د مرجانونو اوریدل، د غرونو شنې لمنې، د وچو اوسپیرو دښتو او دکیږدیو تر څنګ د روانو کاروانونو ښکلا، د باغونو د تنکي ګلونو او غوړیدلیو غوټیو او ګیډیو ښایست او ښکلا، د څانګو او ګلونو د وژمې زنګیدل، د بهار ګل څانګې او د خاټول غنچې، د باغ د ګلونو دسبا پرخې اوعطرونه، سرې غونچې، شنه چمنونه او دګلونو د ګهیځ پرخې، دشنو بوټو، شنو ونو او باغونو غوړیدل، دګلونو د نازکو پاڼو د پاسه د شبنم رڼې رڼې مرغلرې، د پرخی په ژړا کې د ګلونو سره خندا، د طبعیت پاکه او رڼه هوا، د سبا ښیرازه او تازه وږمه، نری باران، پراخې ورشوګانې، د ځلانده لمر زرینې وړانګې، د لمر راختل او د غرونو شاته پناه کیدل او د لمر په زرینو پلوشو کې د آسمان د څنډو سره لمن، د آسمان د هسکوغرونو په سر د بوډی د ټال (شنې زرغونې) ښکلی انځور، د سحر نوې او ځلیدلې پلوشې، دنګ دنګ غرونه او رغونه او په غرونو کې د اوچتو بازانو الوتنې، دغرونو په لمنو او څړ ځایونو کې د شپون خورې ورې رمې، ښایسته چمنونه او د شپونکي د شپیلی خوږې نغمې او سرودونه، مستانه موسم او جانانه فضا او په دې ښکلې او رنګینه فضا کې د حسن او مینې شتوالې، او همداسې دمجنون او د لیلی پاکه او سپیڅلې مینه او د مینې جادو، د تاندو جنکیو په سپینو غاړو کې د سپینو زرو سپین امیلونه او د هغوی د سپینو تنديو د پاسه سره ټیکونه، د سرکو شونډو د پاسه سور پیزوان اوسپینې نتکۍ، په غوږونوکې د لښتیو او سکڼو ښایست، د پیمخو او شاپیریو سینګار شوي صورتونه، د یوې ساده، معصومې او ښکلې جلکې له حیا ډکه څیره لکه د ګلو لښته او نازک مزاج، حسن، جمال او ښایست لکه سپوږمی، سپینه او تنګه خوله لکه دګلو تنکې غوټی، نری پوزه، سری شونډې لکه ځلیدلې سور لعل او سری سکروټې او د شونډو مسکا، سرې شونډې لکه شراب او شکر، تورې زلفې لکه تار د رباب او سنبل د نو بهار، د زلفو پیچ وتاب پر مخ او مشکینې زلفې لکه مشک او عنبر، تورې، مستې، غړیدلې او نازولې سترګې او د تور بادام په څیر غټې نرګسي سترګې او د سترګو د خمار خوند، تړمې تړمې اوښکې او د زعفرانو په څیر زیړ رخسار، خنجري، کاږه کاږه او ښکلي باڼه، د ګل مخو د حسن اداګانې، سپین رخسار او ښایست، سپینه غاړه لکه صراحي دسپینو زرو، د تندي په سر اوربل او پیکې، شینکي خالونه لکه ستوري د آسمان، لکه سره یاقوت د خوبانو سرې شونډې، په سرو شونډو د پاسه مشکین خال، دګوتو سره نوکونه لکه د یاقوتو نګینې، تکې سپینې لیچې او سپین مړوندونه، د قلم په څیر ښایسته ګوتې او د سپین لاس ښکلي ورغوي، سپینې پښې لکه د زنبق د ګلو پاڼې، د ویښته غوندې نری ملا، تورې، نری اوکږې وروځې، سپین رخسار او اوږده مژګان، منور مخ لکه شمس او قمر او دګلاب په څیر ښایسته، لکه دُر او ګوهر سپین سپیڅلي غاښونه، زنخدان لکه سیب د سمرقند، ژمنځ شوې پیکې او حسن د کاکل، د تورو ویښتو اودل شوې کوڅې، لکه د سبر ونه قد، او همداسې د مطربانو او مستانو او رندانو محفلونه او د سازونو د تارونو او نغمو شرنګاوې، ساقي، پیاله، د صراحي قلقل او یاران او د ښایسته ساقي په لاس کې د مستو میو جام او د میو په نشو کې ډوب شوی ساقي، په ګلګون جام کې ځلیدلي سپین مخونه، په میخانه کې د صوفيانو نڅا او مستیدل، او د خراباتیانو اوشیخانو د جامونو کړنګول او د میو د نشو په طوفانونو کې غرقیدل، په اور کې د پتنګ سوزیدل او د بلې ډیوې ځلیدل، د شمعې خندا او ژړا او همداسې د خزان زیړي ګلونه، خزان وهلې پاڼې او چمنونه، د خزان سیلۍ او د ونو او ګلونو مرګ، د غرونو په سرونو د نښترو او ګورګرو ونې، په وریځو پټ آسمان او د لمر نه ښکاریدل، له غصو نه ډکې کوڅې، د ورکو ترانو غږ، د هجران ځپلو حریفانو او رقیبانو غمونه، د بیلتون په صحرا کې ببر سری مجنون، د اغزو لاره، ستړي، ستومانه او نا امیده مزلونه، خړ بادونه او طوفانونه او د غمونو ویروونکې او چاودونکې چیغې او د دردونو او افتونو لوی سمندر، اوهمدارنګه د تاریخي او عیني حقایقو، حوادثو، پیښو او د ټولنیزو ستونزو او کړاوونو تصویرونه او خیالونه، دا ټول هغه شاعرانه ترکیبونه، ارزښتونه او هنري سمبولونه دي، چې زموږ لیکوال او شاعران ترینه الهام اخلي او د شعر په ژبه یې خپلو اوریدونکو او لوستونکو ته په ډیر ه ظریفانه بڼه او ښکلي رنګونو او ډولونو کې ترسیموي.
زه هیله من یم، چې زموږ په ګران افغانستان کې د جګړې او جګړمار و د ظلم، وحشت، او دهشت لمن ټوله شي، د یو هوسا، سوکاله، خوشحاله او نیکمرغه ژوند په فضا کې زموږ هیوادوال د ورورولۍ، اتحاد او اتفاق، مینې او محبت څخه ډک ژوند ولري.
د سولې او امن په فضا کې به زما ساندې، سندرې او ملي ترانې د خپلو رنګینو، عالي خیالونو او ژورو فکرونو، انساني احساساتو، اخلاقي او ملي ولولو او پیغامونو او د معنوي او هنري ښکلا له پلوه به د ګران او قیمتي مرغلرو څخه ډک وي او زموږ د ادب په تاریخ کې به د یو اغیزمن او ګټور موخذ، ادبي او فرهنګي میراث په توګه خپل ځای، مقام او ارزښت ولري، معاصر او راتلونکي نسلونه به ترینه ارزښتناکه او بشپړه ګټه پورته کړي.
دا تاسې او زما شاعرانه انځورونه!
په ټوله ادبي او شاعرانه مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود