کله چي د ۲۰۰۱ میلادي کال اکتوبر په میاشت کي امریکا د B -52 الوتکو پذریعه د طالبانو رژیم نسکور کړ نو د همدغه کال د  دسمبر په ۲۲ مه نیټه د نړۍ والو لخوا د حمید کرزي په مشرۍ د المان په (بن) ښار کي د افغانستان لپاره مؤقت حکومت جوړ سو، څو وروسته د امریکا په رهبرۍ د ۴۸ هیوادو عساکر د International Security Assistance Force (ISAF) په نامه افغانستان ته داخل سول او د ملل متحد د منشور ۵۱ مه ماده ئې په تحریف سوي ډول پر افغانستان عملي او بلاخره ئې خپل اشغال ته مشروعیت ور کړ.

بیله شکه چي طالبانو خپله ماته و منل او حکومت ئې خوشي کړ. ځني طالبان پر کور کښینستل او ځیني ئې بهر ته ولاړل. حالت نورمال سو او په هیواد کي تجارت رونق پیدا کړ. د فابریکو پر څنګ صحي او تعلیمي موسیسات هم په پراخه کچه د خصوصي سکټور له خوا جوړ سول. خلګ خوښ ول او امنیت هم تآمین وو. خو دوه یا درې کاله وروسته کله چي امریکایي بد اخلاقو کرایي عسکرو (بلک واټر) د طالب په نامه د عامو خلګو ځوروني، ټولنیز او اخلاقي جنایات پیل کړل نو د طالبانو بیا ژوندي کیدو او منظم کیدو ته شرایط اماده سول. لنډه دا چي طالبان بیا منظم او یو قوت سول. جګړه دوباره توده سوه او د کوچنۍ وقفې وروسته انفجار او انتحار یو ځل بیا د افغان مظلوم او جنګ ځپلي ولس ارام واخیست. هره ورځ به د حکومت، خارجیانو او طالبانو لخوا په لسهاوو کله هم په سلهاوو افغانان په شهادت رسیدل. د یتیمو ماشومانو، بورو میندو او په سرو لاسو د کونډو ژړا او فریاد له یوې خوا انسانیت نفي کاوه او له بلي خوا څخه اوږد محاله جګړې د امریکا او ملګرو نارې اسمانو ته پورته کړې. یعني امریکا او ملګرو ئې نور توان نه درلود چي دغه میلیارډي جګړې ته دوام ور کړي. څو د شل کلني ناکامه جګړې وروسته په دوحه کي د طالبانو سره د تړون پر بنسټ په توره شپه له افغانستان څخه و وتل او طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست پر ۱۵ مه نیټه بیله کوم مقاومته کابل ته ننوتل او حکومتي چاري ئې پلاس کي واخیستې.

دا بربنډه خبره ده چي انقلابونه ترخې او خوږې لري، هم ښېګڼي او خوشحالي لري، هم خواشیني او بربادي لري. یعني ولسونه په انقلابونو کي هم څه د لاسه ورکوي او هم ئې لاس ته راوړي، خو د دې دواړو مفاهیمو (بایللو او ګټلو) کچه توپیر کوي. هغه انقلابونه چي د مثبتو لاس ته راوړونو برخه ئې درنه وي پاتیږي او تر هغه وخته دوام کوي چي خپل ولس ته د ورځنیو ټولنیزو ضرورتونو، غوښتنو او د نړیوالو رواجونو سره سم خدمات او تولیدات عرضه کوي. هغه انقلابونه چي د ټولني عیني او ذهني ضرورتونه، نظم، دسپلین او بین المللي مناسبات نه مراعت کوي طبعي ده چي یوازي پاتیږي او بلاخره د ناکامۍ سره مخ کیږي. اوس به په افغانستان کي پر اسلامي انقلاب تم سو چي کومي ښېګڼي مو ګټلي دي او کوم ارزښتونه مو بایللي دي. د دې انډول په هکله باید قضاوت عیني او ملي وي نه سیاسي، قومي او مذهبي.

۱-  ګټلي

- که موږ بې پرې، صادقانه او ملي قضاوت کوو نو دا به منو چي افغانان ۴۳ کاله وروسته د نسبي امنیت او ارامي خاوندان سول چي په ښارونو او لویو لارو کی له ورایه لیدل کیږي. زما په اند لویه او بې ساري ګټه ده.

- بله ښه ګټه دا چي د حکومت سره موازي قدرتي مرکزونه له منځه ولاړل چي د ناامنۍ او بې ثباتۍ اصلي لامل ول.

- په نسبي ډول غښتلی او مرکزي حاکمیت را منځته سو چي کیدای سي د ملي ګټو او ارزښتونو په مراعت کولو سره د ملي وحدت سمبول و ګرځي.

- فساد د جمهوریت په نسبت تر ډیره حده قابو او له منځه تللی دی، خو په لږه کچه په غربي او با ثباته هیوادو کي هم فساد سته.

- د زور واکو رامول او په ټولنه کي د ګډوډیو، بې قانونیو او خود سریو مخه نیول په نسبي ډول بله لویه ګټه ده.

- په لږ وخت، لږو امکاناتو او کمزوره اقتصاد سره د سړک جوړولو په شان د ځینو ساختماني پروژو او د مرکزي سیلو په شان تولیدي مؤسساتو فعاله کول ښه لاسته راوړنه ده.

- د ټاپي پروژې کار ګړندئ کول او د افغانستان په شمال کي د ازبکستان او تاجکستان سره ګډ بازار جوړول د افغانانو د بډایني ضمانت کوي.

- د ټولو بندیزونو، تحریمونو او د ملي بودیجې پر کنګل کیدو سربېره د غښتلي ملي اردو، ملي پولیسو او بیداره ملي امنیت جوړیدل د هر حکومت له وسه نده. یعني ستر کار دی.

- د معدنو د خود سرانه او غیر فني استخراج مخه نیول هم پر ملي ګټو باندي اضافه کوي.

- ډیر مهم دا چي د تمامیت ارضي او استقلال د ساتلو لپاره زمینه مساعده سویده، په شرط د دې چي طالبان باید د ملي ګټو پر بنسټ ملي عمل و کړي.

 

۲ - بایللي

- بیله شکه چي د اسلامي امارت په راتګ سره افغان ولس ډیر څه بایللي هم دي. د بایللو په قطار کي مو تر ټولو لوړ، انساني او طلایي ارزښت له لاسه ور کړیدی چي د انسان فردي او سیاسي ازادي ده.

- کار، شغل او مسلک د انسان لپاره هغه مهم ارزښتونه دي چي انسانیت پکښي تعریف کیدای سي، خو متآسفانه چي د اسلامي امارت په راتګ سره دا درې واړه ارزښتونه د تېر وخت په پرتله افغانانو له لاسه ور کړيدي. ځکه نو فقر او بیکاري اوج ته رسېدلي دي.

- د ښځو تعلیم، تحصیل او کار چي د ټولني بنسټ جوړوي او د ښځو او نجونو اسلامي، انساني او افغاني حق دی متآسفانه چي د اسلامي امارت لخوا په ډیرو سیمو کي په بې توجوهي سره دا حق اخیستل سویدی. د نجونو او ښځو محرومیت له تعلیم، تحصیل او کار څخه د ټولني د پرمختګ ریښې و چوي او ټولنه د بد بختۍ او تیارې ګودال ته غورځوي.

پایله

دا چي په اوسنیو شرایطو کي په افغانستان او بهر کي د طالبانو بدیل (الترناتیف) نسته، جګړه هم د حل لاره نده او افغان مظلوم ولس هم نور د جګړې او ورور وژني توان نلري نو زه هم د صلحي په جامه کي  دعا کوم، هیله کوم او عرض کوم چي ژر تر ژره دي د نجونو لیسې پرانیستل سي او ښځو ته دي د اوسنیو شرایطو او ضرورتونو پر بنسټ خپل اسلامي حقوق ور کړل سي. زه باورمند یم که اسلامي امارت ښځو ته په اسلامي چوکاټ کي ازادي او حقوق ور کړي، د خلګو په فردي ژوند کي مداخله و نکړي، عمومي عفوه په رښتیني ډول تطبیق کړي او د ښه حکومت کولو لپاره د تیرو حکومتونو مسلکي او وطندوسته کادرونه بېله کوم تعصب څخه جذب کړي طالبان به د خلګو زړونه و ګټي او د ولس زور به د ځان کړي. پدې صورت کي به هیڅ بهرنئ هیواد و نه کړای سي چي اسلامي امارت کمزوره یا نسکور کړي. حتا که طالبان ټاکنو ته صندوق هم کښېږدي زه باورمند یم چي د هر کاندید په مقابل کي به اکثریت رایي د طالب وي، یعني ګټونکي به طالبان وي.

لهذا طالبان باید د خلګو پر زړونو حکومت و کړي، نه پر کلو او ښارونو.

  درنښت

 

  ۳- ۹- ۲۰۲۲