که څه هم د (بابا) کلیمه په پښتو، سلاوي او نورو هندواروپایي ژبو کي د ډیر پخوا څخه لیدل کیږي خو اصلآ د سکایي ژبي کلیمه پیژندل سویده او سکایي ژبه د پښتو لرغونې لهجه وه چي اوس نسته اما د (ګګر، لر، بر، سیند او ابا) په شان ډیري کلیمې ئې د اریایي حوزې په ژبو کي را پاته دي. د بابا سکایي ډول (ابا) دی چي په سکایي ژبه کي د پلار، مشر، غټ او کله هم د غره په معنا کاریدلی دی.

 د (ابا) کلیمه موږ په (اباسیند) کي وینو چي اوس په ځینو ځایو کي (اباسین) تلفظ کیږي. اباسیند سکایي کلیمه ده چي (ابا) د پلار، مشر، غټ، غر... په مفهوم او سیند د (شیلې، رود او دریاب) په معنا دی. یعني د رودونو یا دریابونو پلار، مشر...

 موږ وینو چي په بیلو ژبو کي (بابا) یا (ابا) د پلار، مشر او غټ په معنا کارول کیږي او په عامه لهجه کي هم ډیر رواج دی خو د افغانانو په ښکارهنګ (کلتور) او ټولنیزه ترمینولوژي کي (بابا) یو ځانګړی مقام لري چي د مروج بابا سره ډیر توپیر لري یعني که مروج بابا صرف د مشر په مفهوم وي نو هر مشر به بابا وي او که د پلار په مفهوم وی نو یو سړی د ټولو پلار کیدای نسي.

 لهذا په افغانانو کي (بابا) ځانګړی او ملي مقام لري چی ولسي مشروعیت ئې باید حاصل کړی وي.

  پدې معنا: کله چي یو ولس بیله خپل پلار څخه بل چاته بابا وایي دا صرف د مشرتوب په معنا ندی بلکه هغه شخص یا حاکم باید داسي ټولنیزی، ملي او سیاسي ځانګړتیاوي او کارنامې ولري چي ولس په اکثریت او یوه ږغ سره د هغه ځانګړتیاوو او ټولنیزو خدمتونو پر بنسټ چي ټولني او خلګو ته منل سوي وي هغه شخص ته د (بابا) لقب ورکړي. نداچي د یو شخص، واکمند، ډلي، یا د یوې مؤسیسې لخوا پخپله علاقه او عقیده باندي یو چا ته د بابا لقب ورکړل سي، لکه نن ورځ چي ئې موږ او تاسو وینو.

 هر چاته پخپل صلاحیت او خوښه سره بیله ملي او حقوقي مرجعې څخه د (بابا) لقب عطآ کول نه داچي پښتني ښکارهنګ (کلتور) کمزوری او غریب معرفي کوي بلکه د وخت په تیریدو سره به د (بابا) ستر مقام ته ضرر هم ورسیږي، کله چي یو هیواد په لس ګونو بابا ګان ولري طبعي ده چي د (بابا) ستره او درنه کلیمه به په نانزکه باندي واوړي. لهذا موږ باید پدې هکله دقیق او با مسؤلیته چلند وکړو څو حق و حقدار ته ورسیږي. موږ کولای سو چي خپل محبوب شخص ته د هغه د مسلک او تخصص پر بنسټ علمي لقب ورکړو نه ملی لقب، ځکه چي دا دواړه القاب په حقوقي لحاظ فرق کوي.

 د ساري په ډول موږ په تاریخ کي منل سوی ملي مشر میرویس نیکه او ملي مشر احمدشاه بابا لرو. د نیکه پر مفهوم به پر خپل وخت بانډار وکړو خو د بابا د لقب فلسفه په لاندي ډول ده:

 کله چي په کال (۱۷۴۷) میلادي د اکتوبر په میاشت کي احمد خان ابدالي د کندهار د شیرسرخ په لویه جرګه کي د ټولو وروڼو قومونو په مشوره د باچا په صفت و ټاکل سو نو د سیمي حالات ډیر کړکیچن او جنګي حالات وه، یعني د نادرافشار تر قتل وروسته دده امپراطوري ختمه سول، مرکزیت له منځه ولاړ او سیمي ملک التوائیفي شکل واخیست. یا به تا پر چا باندي حمله کول یا به بل چا پر تا باندي حمله کول، حالات ډیر بې ثباته او ګډوډ وه، خو احمد خان پر دا ټولو ناخوالو سربیره وتوانیدی چي په ټولنه کي څو بنسټیز او ملي کارونه تر سره کړي. د بیلګي په ډول:

 - تر ټولو لمړی احمد خان ابدالي خپلو اهدافو ته د رسیدلو، د قومونو د خپل منځي اختلافاتو د منځه وړلو او په دولتي چارو کي د قومي مشرانو څخه د مشورو اخیستلو لپاره د ټولو قومونو (پښتون، ازبک، هزاره، تاجک، قزلباش، بلوڅ، ایماق...) څخه یوه پراخه او سرتاسري شورا جوړه کړل چي د شیرسرخ د جرګي ځني کسان ئې هم ددغه شورا غړي و ټاکل. د بیلو قومونو حضور په ملي او دولتي چاروکي د احمد خان د بریالیتوب بنسټیز راز وو. همدا وجهه وه کله چي احمد خان په کندهار کي د حکومت اعلان وکړ نو ناصر خان چي د مغلو لخوا د پیښور او کابل والي وو سمدستي ئې په کابل کي پر ایماق او هزاره قوم باندي چي په زرهاوو مسلح کسان ئې درلودل ږغ وکړ چي د احمد خان ابدالي جنګ ته تیار سي خو ددواړو قومونو جنګیالیو انکار وکړ. همداسي په هرات کي درویش خان هزاره چي د نادرافشار د وراره څخه ئې دفاع کول احمدخان ابدالي ته تسلیم سو.

 - دوهم ئې د بیلو قومونو تر منځ د ملي وحدت ټینګښت او د غښتلي مرکزي حکومت رامنځته کول وه.

 - دریم ئې د اومو دریاب څخه تر اباسیند پوري د سرحداتو تآمین وؤ.

 - څلرم ئې د خلګو او سرحداتو دفاع وه د بهرنیو تجاوزو په مقابل کي.

 احمد خان د تاشقرغان او کندهار ښارونه هم جوړ کړل چي د کندهار ښار ئې د اشرف البلاد په نامه و نوماوه.

 احمد خان ابدالی څنګه بابا سو؟

  احمد خان دلاور، میړنی، ملي او لومړی انتخابي پاچا وؤ چي د سیاسي قدرت نه مخکي د اکثریت خلګو او وروڼو قومونو له خوا په یوه صلاح پاچا وټاکل سو. یعني د (بابا) ملی لقب د حاصلولو لپاره لومړی او بنسټیز شرط دادی چي یو واکمند یا حاکم باید د ټولني د ګڼو قومونو او اکثریت خلګو لخوا منل سوی وي او باور ئې پر کړی وي. بل داچي احمد خان د ټولو قومونو په ګډون د ښایسته سالارۍ پر اصل یو پراخ بنسټه، قوي او ملي حکومت را منځته کړ، ځکه ئې د ټولو قومونو همکاري او رضائیت د ځان سره درلود.

 احمد خان د ټولو قومونو سره د زړه مینه درلودل نداچي حکومت ئې د خپلو خلګو او بیلو قومونو سره شریک کړ بلکه د جنګ غنایم به ئې هم په برابر ډول د قومونو تر منځ ویشل چي دغه انصاف او یو رنګي ورځ په ورځ د احمد خان محبوبیت د خلګو په زړونو کي ډیراوه.

 خو خلکو هغه وخت احمد خان ته د بابا په نامه ور ږغ کړل چي احمد خان د پاچاهي مجلل رواجونه پریښول او په پوره خاکساري سره د عادي خلګو په صف کي ودریدی. یعني احمد خان ټول هغه رواجونه منع کړل چي د یوه پاچا د عظمت او فوقوالعادګۍ بیان ئې کاوه لکه:

 - د خلګو ټیټیدل یا بوکیدل د پاچا په مقابل کي.

 - پر شانداره تخت باندي د پاچا کښینستل.

 - د سروزرو څخه جوړ د پاچاهۍ تاج پر سر کول.

 دغه اصلاحاتو نه داچي د احمد خان ګرانښت په خلګو کي ډیر زیات کړ بلکه د نړۍ په نورو شاهانو کي هم رواج سول.

 د لوړو ملي کارنامو څخه وروسته ټول ولس او ګڼو قومونو په اتفاق سره احمد خان ابدالی د احمد شاه بابا په نامه سره و نوماوه، داچي احمد شاه بابا څه وخت درانی سو دا اوږد تاریخي بحث دی چي په راتلونکي کي به بانډار پر وکړو.

 نوټ: لوړه لیکنه د هیچا په خلاف نده، فقط د پښتو ژبي او ښکارهنګ (کلتور) د بډایني او ښکلا لپاره ده.

 سرچینې

 - درامدی بر تاریخ افغانستان. د مهدی زاده لیکنه.

 - افغانستان در پنج قرن اخیر. د میر محمد صدیق فرهنګ لیکنه

 - افغانستان در مسیر تاریخ. د میر غلام محمد غبار لیکنه

   په درنښت

 ۲۳ – ۱۲ - ۲۰۱۸