زما (لیکوال) په باور تاریخ یوه تېره شېبه ده، زړه واقعه ده، او د نن لپاره یوه مجهوله او نامعلومه قضیه ده، د سبا لپاره د ناندریو او اختلافاتو را پارونکې لانجه ده، همداسي د بیلو ښکارهنګونو (کلتورونو)، قومونو حتا حکومتونو لپاره یوه غیر ثابته حادثه ده چي هر حکومت، سازمان یا تاریخ لیکونکی او تاریخ پوه ئې د خپل لیدلوري او امکاناتو په کچه لیکي، تحلیلوي او موږ ته ئې را پیژني.

دا هم روښانه ده چي تاریخ لیکونکي یا په تاریخي پیښو کي شکیل اړخونه او د هغوۍ پلویان تر ممکنه حده د پیښي په څېړلو او معرفي کولو کي خپله عقیده او علاقه هم ځایوي. موږ او تاسو وینو چي ځیني تاریخ لیکونکي هم د خپلو کړونو او هم د تاریخي پیښو په هکله رشتیا نه لیکي یا ئې په ډول د ډولو تحریفوي، چي په پایله کي تاریخ خپله اصلي او واقعي څیره د لاسه ورکوي. ځکه نو تاریخ علم ندۍ بلکه فلسفه ده.

فلسفه د بیلو فیلسوفانو لخوا بېل بېل تعریف سوېده خو زما (لیکوال) په اند فلسفه د اشخاصو نسبي شناخت او درک دۍ د مفهوم او پدیدې په هکله. یعني که انسان یو شئ یا پدیده په کامل ډول وپېژني او د ټولو انسانانو لخوا تجربه سي بیا نو هغه شئ یا پدیده د فلسفي چوکاټه وزي او په علمي چوکاټ کي ځای پر ځای کیږي. لکه ۲ + ۲ = ۴.

معنا دا چي د تاریخ فلسفه د فلسفې هغه ښاخ دۍ چي پخوانۍ پیښي په بیلو داسي رویشو او تحلیلو سره څیړي چي د پیښي او اطلاعاتو اصلي ماهیت او زات معلوم کړي. ځکه نو د تاریخ فلسفه عمومآ په دوه رویشه کار کوي:

- یو رویش دا دۍ چي تاریخ لیکونکی پیښي یا د نورو تاریخ لیکونکو اقوال را ټولوي بیا هغه ته عبارت ایږدي او په بیلو وسایلو ئې میډیا ته را باسي. یعنی د یوې پیښي ځای، وخت، تصویر او وسایل ټولنی او نړۍ ته معرفي کوي. پدې رویش کي تاریخ لیکونکی د پیښي ژورتیا ته نه وي متوجه حتا د پیښي په معرفت کي خپلو الفاظو او کلماتو ته هم نه وي متوجه چي کلمات ئې په تاریخي، حقوقي، عیني او ادبي لحاظ د موضوع سره مناسب دي که یا؟

ځکه چي پدغه رویش کي د حوادثو را ټولونکی او معرفي کونکی تاریخ لیکونکی دۍ نه تاریخ پوه. لکه ښاغلي عبدالباري جهاني چي په خپله لیکنه (کیش شخصیت در تاریخ نګاري و تحلیل نګاري) کي د افغانستان مترقي، نوښت ګر او د ازادۍ قهرمان پاچا (امان الله خان) ته د فرار کلمه کارولې ده، یعني فراري ئې بللی دۍ او څو ځایه ئې داسي لیکلي دي چي زه ئې کټ مټ رانقلوم:

(در آن زمان و شرایط، شخص امان الله خان در قندهار بود و برای ګرفتن دوباره قدرت تلاش می ورزید، و از اثر مخالفت های قبایل منګل، احمد زی، اندړ و توخی نتوانست از اطراف غزنی پا فراتر نهد و مجبور به فرار شد... - نادرخان امر اورا اطاعت نکرده بود ( البته در آنوقت هنوز امان خان قانوناً پادشاه افغانستان بود) ولی وقتیکه او یک فراری بود چطور میتوان قبول کرد که نادرخان به اوامر و فرامین... - امان الله خان هیچ فکر نمیکرد که او در شهر قندهار به حیث یک فراری که هر آن از طرف دشمنی که بر تخت آبایی او تکیه ورزیده است تعقیب میګردد زندګی میکند...).

دغه فرار کلمه ښاغلي اشرف غني هم د خپل قدرت پر وخت په یوه وینا کي غازي امان الله خان ته داسي کارولې وه:

(امان الله خان پر موږ ګران وو، خو وتښتېد، موږ ئې یوازي پرېښولو. او په لوړ اواز وایي چي زه د تښتي نه یم).

که څه هم چي د جهاني لیکنه درې کاله مخکي په رسانیو کي خپره سوېده او زه (لیکوال) د داسي معصر تاریخ سره چي د اختلافاتو لامل کیږي نه علاقه لرم، نه ئې لیکم او نه ئې لولم، په تېره بیا چي ډېره اوږده لیکنه وي. خو کله چي ما (لیکوال) په فیسبوک کي پدې هکله د ښاغلي جهاني او ښاغلي سیستاني مناقشه ولیدل نو اړ سوم چي د جهاني صاحب لیکنه ولولم. د جهاني صاحب لیکنه ډېره اوږده او پر څو برخو وېشل سوېده خو زه ئې د څلورمي برخي سره مخامخ سوم چي همدغه د فرار او فراري کلمه څو ځایه کارول سوېده. ما نوره لیکنه د خپلي علاقې پر بنسټ نده لوستې خو پدې خاطر چي راتلونکي تاریخ لیکونکي دغه کلمه او اشتباه تکرار نکړي نو غواړم چي صرف په فرار کلمې پسي څراغ واخلم چي ایا جهاني صاحب نوموړې کلمه پر ځای کارولې ده او که خدای مکړه د کوم غرض یا عقدې پر اساس ئې دا کار کړیدۍ، یا دا چي د ده ذهني تناقض دۍ. زه (لیکوال) پدې اند یم چي ښاغلی جهاني به کوم بد غرض نلري بلکه د هجرت او فرار توپیر ئې ندۍ مراعت کړی. نو راځۍ چي فرار او هجرت وپېژنو.

د فرار او هجرت معنا او توپیر

۱ - فرار په عربي ژبه کي مذکر اسم دۍ چي غالبآ مریانو ته هغه وخت کارېدۍ چی د مرګ یا نورو مظالمو څخه به تښتېدۍ، نه د هجرت په وخت کي. ځکه نو اسلامي سرچینو هیڅکله محمد (ص) او یارانو ته د هجرت پر وخت فرار کلمه نده استعمال کړې. او په همدي وجه په قرآن شریف کي څو ځایه د هجرت او فرار فرق په ډېر بارز ډول سویدۍ چي په سورة الآحزاب کي داسي لولو: قل لن ينفعكُمُ الفِرارُ اِن فرَرتُم مِن الموتِ أوِ القتل و اِذا لأ تُمتعُون إلأ قلِيلأ.

ژباړه:(د مرګ څخه فرار کول تا ته هیڅ ګټه نه رسوي او نه به کوم خوند پر واخلې). خو فرار بیا په افغاني ادبیاتو کي د متهم، غل او وران کاره کس لپاره هغه وخت کاریږي چي تر غلط کار یا کوم جرم وروسته په پټه د سیمي څخه تښتي یا فرار کوي، څو خلګ یا حکومت په خبر نسي او وئې نه نیسي. اما هغه څوک چی د خپل ولس اوهیواد د خوشبختۍ په خاطر د خارجي دښمنانو لخوا د ناوړه حالت او ستونزو سره مخ سي او د خپل ځان، هیواد او خپلو خلګو د خیر او صلاح لپاره هیواد پرېښولو ته اړ سي هغه ته هجرت وایي نه فرار. لکه غازي امان الله خان چي د انګرېز دسیسه، د خپلو خلګو ناپوهي او د ځان ناتواني ولیدل نو پدې خاطر چي د بې ځایه وینو تویولو او وژنو مخه ونیسي په پټه نه بلکه په خپله خوښه ئې په پوره سرلوړي د خلګو، کورنۍ او حکومتي کابینې په مشوره او حضور کي د پاچهي څخه استعفآ وکړه او قدرت ئې خپل ورور عنایت الله خان ته وسپاره، څو خپله کندهار ته ولاړ. که څه هم چي د کندهار او غزني اولسونو حمایه کړ او غوښتنه ئې وکړل چي بیرته د پاچا په صفت کابل ته ستون سي خو دښمن ریښې ځغلولي وې او کار تر کار تېر وو. څو په پای کي نوښت ګر او پر ترقي مین پاچا چي خلګو په ژړا او افسوس سره له کندهار څخه د چمن ښار ګوتي په لور بدرګه کاوه خپل ګران هیواد پرېښود او د مهاجرت په نیت د ایټالیا په لور وخوځېد.

۲ - هجرت/ هجر په لغوي لحاظ د جلاوالي په معنا دۍ خو په اصطلاح کي د پرې کولو او پرېښولو معنا ورکوي چي د بدو اعمالو سره پرېکون ته هم هجرت ویلای سو. هجرت په اسلام کي د ډیرو مهمو مسئلو څخه دۍ چي د اسلام په پرمختګ کي ئې بنسټیز نقش لوبولی دۍ ځکه نو په قرآن شریف کي تقریبآ په ۱۴ ایاتو کي مسلمانانو ته د هجرت کولو دستور ورکړسویدۍ چي په نهمه سورة او شلم ایه کي داسي راغلي دي:
«اَلَّذینَ امَنوُا وَهاجَرُوا وَجاهَدُوا فی سَبیلِ اللّه‌ِ بِاَمْوالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ اَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللّه‌ِ وَاوُلئِکَ هُمُ الْفائِزُونَ»

ژباړه:(هغه چا چي ایمان راوړ او هجرت ئې وکړ او په خپلو اموالو او ځانو ئې د خدای په لاره کي جهاد وکړ هغه پرهیزګاره خلګ دي او خدای تعالی ته لوړه درجه لري).

معنا دا چي فرار او هجرت دوه بېل مفاهیم دي چي باید فرق ئې وسي. فراري سړئ تر هغو پوري خپل هیواد ته نسي راتلای تر څو په حقوقي لحاظ ئې جرم او جزآ نه وي فیصله سوې او که لدې پرته هیواد ته راسي معلومداره چي د مجرم په صفت به نیول کېږي او زنداني کیږي. خو د غازي او پر هیواد مین پاچا (امان الله خان) پر قبر اوس هم په همیشه بهار ښار کي خلګ ګلونه ښندي، دعا ورته کوي او د هغه ازادۍ ورځ لمانځي کوم چي  غازۍ امان لله په ۱۹۱۹ میلادي کال له انګرېزانو څخه واخیستل. روح ئې ښاد او یاد ئې تل.

- د تاریخي فلسفې دوهم رویش دا دۍ چي یو تاریخ پوه لومړئ د تاریخ لیکونکي په شان پیښي یا حوادث را ټولوي او بیا ئې د پیښېدلو یا رامنځته کېدلو لاملونه پلټي چي پیښه څنګه او ولي رامنځته سوه. لکه په ۱۴۰۰ هش کال د اسد پر ۲۴ مه نېټه چي د وخت رئیس جمهور (محمد اشرف غني) بېله دې چی ملت خبر کړي یا خپل ځای ناستۍ وټاکي د خپلي کابینې سره څوک پر یوه خوا ولاړل او څوک پر بله خوا. یعنی کابل جان ئې طالبانو کرامو ته پرېښاوه چی د مکتبو او پوهنتونو دروازې د افغاني ملالو پر مخ داسي ټینګي وتړي چي په توپو نسي خلاصی.

اوس که په لنډ ډول ووایم په دوهم رویش کي د تاریخ پوه دنده دا ده چي تر خپله وسه ثابته کړي او لاملونه ئې پیدا کړي چي ښاغلي اشرف غني او کابینې ئې ولي هیواد پرېښاوه، د کوم مجبوریت پر اساس، د کوم مصلحت پر بنسټ که د کومي معاملې پر اساس؟

ځکه چي اشرف غني او کابینې ئې په وارو وارو په تلویزینو کي په لوړو اوازو سره ویل چی موږ نه د تیښتي خلګ یوو او نه ئې په زور چاته پرېږدو.

پایله دا چي: په لومړي رویش کي د پیښو لیکوال او نقال تاریخ لیکونکی دۍ او په دوهم رویش کي لیکوال او تحلیل ګر چي هم واقیعات را ټولوي، هم ئې لاملونه څېړي اوهم ئې تحلیلوي، تاریخ پوه دي. معنا د تاریخ لیکونکي او تاریخپوه تر منځ توپیر سته.

یاده ونه: په میلیونو افغانانو چي نن ورځ د مجبوریته خپل ګران افغانستان پرې ایښی دۍ، فراریان نه بلکه مهاجر سویدي. او هر وخت چی وغواړي په جګ سر خپل هیواد ته تګ او راتګ کوي.

            درنښت

 سرچینه:  عربي دایرة المعارف     

 

۱۶ – ۱ - ۲۰۲۵